اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پېر او پلور راپور ناسم وباله

د افغانستان پر سولې د څار ادارې په دې وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې په هلمند، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د امریکايي وسلو بازار تود شوی دی. خو اسلامي امارت دغه راپور ردوي او وايي، سرپرست حکومت د وسلو په ساتلو کې جدي دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د وسلو پېر او پلور وکړي.

هرات کې د ۵۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

هرات کې نن پنج‌شنبه د چنګاښ ۱۵مه د «امام سجاد» خیریه بنسټ له لوري د ۵۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د یاد بنسټ د مسوولانو په وینا، د یاد ډله‌ییز واده ترڅنګ یې هرې ناوې او زوم «جوړې» ته له ۲۰ تر ۳۰زره افغانیو د کور وسایل هم اخیستي دي.

سوالګرې مېرمنې: تراوسه معاش نه دی راکړل شوی؛ سرې‌میاشتې ټولنه: معاش مو ورکړی

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب سلام‌وطندار ته وايي چې تراوسه یې د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۳۵۳۴۱ سوالګر ټول کړي چې له ډلې یې ۱۳۲۸۱ سوالګرې مېرمنې دي.

د نوموړې په وینا، د ټولو سوالګرو له ډلې ۱۴۳۶۴ یې د مرستو لپاره مستحق ګڼل شوي او پاتې ۲۰۹۷۷ یې مسلکي پېژندل شوي دي.

د برښنا لوړه بیه؛ د بلخ اوسېدونکو د لمریزې برښنا استفادې ته مخه کړې

بلخ کې د برښنا لوړ لګښت له امله د دغه ولایت اوسېدونکو له «لمریزو دړو» یا سولر څخه د خپلې اړتیا وړ برښنا برابرولو ته مخه کړې ده.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د وروستیو کلونو پر مهال دغه ولایت کې له لمریزې برښنا د خلکو ګټه اخیستنه زیاته شوې او په وینا یې، د وارداتي برښنا ښه بدیل دی.

سکاټلنډ او نیدرلنډ نن نړیوال جام ته د وتلو لپاره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن سکاټلنډ او نیدرلنډ لوبډلې نړیوال جام ته د وتلو لپاره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۱۱:۳۰ بجې د زمبابوې په بولووایو کې پیل شي.