Asset 1SWN

د پاسپورټ وېش کې ځنډ؛ «د پاسپورټ نه‌لرلو له امله مې بورسیې له لاسه ورکړې»

186131

د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د پاسپورټ وېش بهیر ځنډېدو له امله د شکایتونو ترڅنګ خلک وايي چې له تېر یوه کال راهیسې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره یې نوملکینه کړې او  خپل نوبت ته په تمه دي.

دوی زیاتوي چې څه باندې یو کال کېږي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو  لپاره نوبت ته په تمه دي او له سرپرست حکومت غواړي، هغو کسانو ته د پاسپورټ د ورکړې زمینه برابره کړي چې ناروغ لري او یا هم د زده‌کړو لپاره بهر ته سفر کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پنجشېر یوه اوسېدونکي امین‌الله سلام‌وطندار ته وویل چې د پاسپورټ وېش کې د ځنډ له امله یې څو تحصیلي بورسیې له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل: «د پاسپورټ وېش ځنډول شوی. له امارت غواړو هغه کسان چې ناروغان او روسیې لري، باید پاسپورټ ورکړي. شپږ میاشتې کېږي نوملکینه مې کړې او تراوسه نوبت نه دی راغلی. ما چې بورسیې ته نوملیکنې کړې هغه له لاسه ورکوم.»

د پنجشېر محلي مسوولانو د روانې چنګاښ میاشتې پر څلورمه نېټه دغه ولایت کې د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټ وېش بهیر د ځنډېدو خبر ورکړ.

همداراز د دایکندي اوسېدونکی علي وايي چې دغه ولایت کې د پاسپورټ وېش بهیر کې د ځنډ له امله له تېر یوه کال راهیسې د پاسپورټ ترلاسه کولو ته په تمه دي.

هغه وویل: «له تېر کال راهیسې تراوسه نوبت نه دی راته رسېدلی، خو داسې اوازې دي چې دایکندي کې د پاسپورټ وېش بهیر درول شوی. دا د اندېښنې وړ ده چې د پاسپورټ له امله بهر کې د زده‌کړو فرصتونه له لاسه ورکوو او دا بهیر باید بېرته پیل شي.»

په ورته مهال د بامیان اوسېدونکی کیا وايي چې له تېر یوه کال راهیسې بهر کې د زده‌کړو لپاره د پاسپورټ ترلاسه کولو په لټه کې دی، خو په وینا یې، تراوسه یې پر اخیستلو نه دی بریالی شوی.

بامیان او دایکندي کې د روانې چنګاښ میاشتې په یوولسمه او ۱۴مه د پاسپورټ وېش بهیر ځنډول شوی دی.

بل‌خوا د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې هېواد کې د پاسپورټ وېش بهیر په عادي توګه روان دی او دې ادارې ولایتونو کې د پاسپورټ امریتونو ته د پاسپورټ وېش بهیر درېدو امر نه دی ورکړی.

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن سلام‌وطندار ته وویل: «غوښتنې ډېرې دي او سلګونو کسانو نوملیکنه کړې او د دې سېسټم له لارې خپل اجراات کوو، ولایتونو کې د پاسپورټ امریتونه خلاص دي، خو ځینو ولایتونو کې ښايي ستونزې وي چې مراجعین به په وخت نه وي راغلي یاد د اختر ورځې به وې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د وروستیو دوو کلونو پر مهال د کابل په ګډون په ولایتونو څو ځله د پاسپورټ وېش بهیر وځنډېد او خلکو په وار وار د پاسپورټ وېش بهیر کې له ځنډ شکایت کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام