کابل کې د ۵۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

د سیداحمد سېلاب خیریه بنسټ نن «دوشنبه، مرغومې څلورمه» کابل کې د ۵۰ جوړو «نجونو او هلکانو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره کړل.

د یاد بنسټ مشر سیداحمد سېلاب سلام‌وطندار ته وویل، په دغه پروګرام کې ۵۰۰ جوړو نوم‌لیکنه کړې وه چې له ډلې یې ۵۰ جوړې په شرایطو برابرې وپېژندل شوې. د یاد بنسټ مسوولان وايي، دغه مراسم یې د ناوړه دودونو د مخنيوي او په کم لګښت د واده مراسمو دودولو په موخه جوړ کړي وو.

د سالنګ دویم تونل د جوړېدو لپاره یو ډله چینايي انجینیران پروان ته تللي

د پروان محلي مسوولان وايي، د سالنګ دویم تونل د جوړېدو په موخه یوه ډله چینايي انجینیران دغه ولایت ته ورغلې دي.
د پروان والي ویاند سیدحکمت‌الله شمیم نن «دوشنبه، مرغومې‌۴» سلام‌وطندار ته په دې اړه نور جزییات ورنه‌کړل، خو زیاته یې کړه چې دغه انجینیران د سالنګ دویم تونل د جوړېدو اړوند سروې لپاره دغه ولایت ته تللي.

د غزني حوزوي روغتون کې د فیس له اخیستو شکایتونه؛ «د عملیات۱۰۰۰‌ افغانۍ اخلي»

د غزني حوزوي روغتون مراجعه‌کوونکي په یاد روغتون کې له ناروغانو د فیسونو اخیستلو له کبله شکایت کوي او وايي چې د فیسونو د ورکړې توان نه‌لري.

د عامې روغتیا وزارت د پالېسۍ پر بنسټ هغه دولتي روغتونونه چې د یاد وزارت له‌خوا تمویلېږي، ناروغ ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې باید فیس ترې واخیستل شي.