Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیې او اوکراین یو او بل د ملکیانو پر وژنه تورن کړي

download

د روسیې او اوکراین ترمنځ په روانه جګړه کې دواړو هېوادونو پر یوه بل تور پورې کړی چې ملکیان یې په نښه کړې دي.

روسي ځواکونو څه باندې یو کال وړاندې د اوکراین سوېل د دنیپرو سیند پر غاړه د خرسون ښار پرېښود، خو له هغه وروسته دې موده کې وخت ناوخت پر یادې سیمې بریدونه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا روسیې بیا ادعا کړې چې د اوکرایني ځواکونو په  بریدونو کې په ختیځ هورلیوکا ښار کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس نن «دوشنبه، ډسمبر ۲۵مه» راپور ورکړی چې خرسون کې وژل شوي کسان د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د روسي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې په وژل شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي.

د راپور پر بنسټ له خرسون ورهاخوا شاوخوا ۶۰۰ کیلومټره لرې شمال ختیځ هورلیوکا ښار کې د اوکرایني ځواکونو په هوايي بریدونو کې یوه ښځه وژل شوې او شپږ نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

که څه هم دواړه لوري په روانه جګړه کې د ملکیانو په نښه کول ردوي، خو مسکو او کیېف د جګړې پیل راهیسې د یوه بل پر پوځي زېربناوو بریدونه کړي چې د دوی لپاره ډېر مهم او حیاتي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام