Asset 1SWN

روسیه کې اورلګېدنه؛ ۲۷ کسان مړه او لسګونه ټپیان دي

تصویر: الجزیره

د روسیې په سوېل داغستان سیمه کې د اورلګېدنې او چاودنې له کبله د درېوو ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

اورلګېدنه بېګاه دوشنبه د داغستان د پلازمېنې مخاج‌کلا د موټرو د ترمیم یوه پلورنځي کې رامنځته شوې او وروسته پلورنځي ته څېرمه د تېلو ټانک ته غځېدلې چې له کبله یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د روسیې د روغتیا مرستیال وزیر ولادیمیر فیسنکو رسنیو ته ویلي چې دې پېښه کې ۶۶ کسان ټپیان دي چې له ډلې یې د لسو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، په ټپیانو کې ۱۳ ماشومان هم شامل دي. الجزیرې خبري شبکې د روسیې تاس خبري اژانس له قوله ویلي چې د یادې اورلګېدنې د مهار لپاره د اوروژنې ډلې شاوخوا ۲۶۰ کارکوونکي سیمې ته لېږدول شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، د اوروژنې ډلې کارکوونکو له نږدې درې ساعته هلو ځلو وروسته اورلګېدنه مهار کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام