د نیوزیلنډ په ویلېنګټون ښار کې د یوې څلورپوړیزې لیلیې ودانۍ کې د اورلګېدنې له کبله شپږ کسان مړه شوي دي.
د یوشمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه نن سهشنبه د مې ۱۶مه رامنځته شوې ده. د راپورونو پر بنسټ، ژغورونکو ډلو له یادې ودانۍ څخه څه باندې ۵۰ کسان ژغورلي او یوولس کسان لا درکه دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال پولیسو ویلي چې د مړو د کره شمېر په اړه معلومات نشي ورکولای او وانۍ کې د عملیاتو تر پایه ته رسېدو وروسته به بشپړ جزیات په ډاګه کړي.
تراوسه معلومه نه ده چې دغه اورلګېدنه د څه له کبله رامنځته شوې ده.
د نیوزیلنډ لومړي وزیر کرېس هېپکنز بیا رسنیو ته ویلي چې ښايي د مړو شویو کسانو شمېر له دې هم زیات شي. هېپکنز دغه پېښه ستره تراژیدي بللې او د اوروژونکو هڅې یې ستایلي دي.
لووفرز لوډج لیلیه ۹۲ خونې لري چې د لنډ مهال او اوږد مهال لپاره پهکې لسګونه کورنۍ ژوندي کوي.
د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، یاده څلورپوړیزې ودانۍ کې تر ډېره هغه وزګاره نرسان او روغتیايي کارکوونکو اوسېږي چې بې دندې دي او کورونه نهلري.