Asset 1SWN

سلام وطندار

د پروان ځمکني ټرانسپورټ امریت لپاره په نهه میلیونه افغانیو ودانۍ جوړېږي

2649e70a-afc3-4494-8cd3-a93f49c1eb33

د پروان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ځمکني ټرانسپور‎ټ امریت لپاره په نهه میلیونه افغانیو د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د پروان والي سید حکمت‌الله شمیم «یکشنبه، مرغومې درېیمه» سلام‌‌وطندار ته ویلي چې یاد امریت ته به د ۱۱۲۵ متره مربع ځمکه باندې دوه پوړه ودانۍ ورغول شي چې ټول لګښت به یې د ټرانسپورټ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه ودانۍ د پروان مرکز چاریکار ښار اړوند جنګل‌باغ سیمه کې رغول کېږي.

د پروان محلي مسوولان همداراز وايي چې دغه ولایت کې ګڼې نورې پروژې هم تر لاس لاندې لري چې په وینا یې، ډېر ژر به یې پلې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

له دې وړاندې د پروان د ځمکني ټرانسپورټ امریت خپلې چارې په یوې کرایي ودانۍ کې مخته وړې چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به یې دا ستونزه هواره او د ودانۍ څښتنه به شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام