Asset 1SWN

هلمند کې په ۴۸ میلیونه افغانیو د «ICU» لپاره ودانۍ جوړېږي

۵۵صثقصفص

د هلمند د بست ولایتي روغتون په څنګ کې د بیړني ناروغان د «ای‌سي‌یو» څانګې لپاره په ۴۸ میلیونه افغانیو ودانۍ جوړېږي. د ودانۍ ترڅنګ به نور اړین امکانات هم ورته برابر شي.

د یاد ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید سلام‌وطندار ته وویل چې بېړنیو ناروغانو ته اړوند د «ای‌سي‌یو» دغه ودانۍ به په دوو پوړونو کې جوړه شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «یاده پروژه څلور برخې لري چې یو برخه ودانۍ چی ۹ میلیونه سل‌زره او ۹۳ افغانۍ  لګښت ورباندې راځي او د شپږ میاشتو په موده کې به بشپړه او ګتي‌‌اخیستنې ته وسپارل شي.»

سعید زیاته کړه د یادې پروژې لګښت په ټولییز ډول  ۴۸ میلیونه افغانۍ ټاکل شوی چې د سرپرست حکومت له بودیجې ورکول کېږي. «۱۷میلیونه افغانۍ د روغتون د تجهیز او پرسونل، ۱۰میلیونه درمل او څلور میلیونه اکسیجن او د امبولانس خدماتو ته ځانګړې شوې دې.»

د هلمند د عامې روغتیا رییس په وینا، د یادې اي‌سي‌یو په جوړېدو سره به بهر ته د عاجلو ناروغانو لېږد ستونزه هم حل شي.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد‌اسحاق صاحب‌زاده سلام‌وطندار ته وویل، د هلمند نفوس ته په کتو اړتیا وه چې دغه ولایت کې یوه ۱۵ بستریزه «ای‌سي‌یو» جوړه شي.

هغه وویل: «ای‌سي‌ یو برخه کې په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ ډول پاملرنه نه‌ده شوې، خو اوس به د دغه ودانۍ  په جوړېدو سره د هغو خلکو ستونزې هوارې شي چې عاجل ناروغان ولري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هلمند کې ۱۵ بستریزې «‌ای‌سي‌یو» ته داسې مهال ودانۍ جوړېږي چې تېره ورځ هم د مرکز لښکرګاه ښار صافیانو سيمه کې یو ویجاړ شوي روغتیایي مرکز جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام