راستنې شوې کورنۍ: د پاکستاني پولیسو ناوړه چلن مو پر ماشومان منفي اغېز کړی

له پاکستانه یوشمېر راستنې شوې کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي، د پاکستان حکومت له لوري په زور افغانستان ته د دوی ستنېدل لامل شوي چې د اولادونو زده‌کړې یې نیم‌ګړې پاتې شي.

راستنو شویو کورنیو زیاته کړه چې د زده‌کړو سربېره د راستنېدو پرمهال د پاکستاني پولیسو ناوړه چلن د دوی د ماشومانو پر ذهنونو منفي اغېزې کړي دي.

جوبي افیېشن شرکت نیویارک کې د برښنايي هوايي ټکسي بریالۍ الوتنه کړې

د امریکا د برښنايي الوتکو جوړونکي شرکت جوبي افیېشن د لومړي ځل په نیویارک ښار کې په بریالۍ توګه د هوايي برښنايي ټکسي الوتنه  کړې.

دغه شرکت د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د نیویارک من‌هاټن مرکزي ښار څخه ازمایښتي الوتنه کړې چې بریالۍ وه.

دایکندي کې امنیتي ځواکونو څلور کب نیوونکي نیولي

د دایکندي محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې امنیتي ځواکونو څلور کب نیوونکي نیولي دي.

د دایکندي د چاپېریال ساتنې رییس محمدابراهیم شریفي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه کب نیوونکي چې په ناقانونه توګه یې کبان ښکارول، د لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو له‌خوا نیول شوې دي.

زابل کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته مجهز کمپ جوړ شوی

د زابل په شلمزو ولسوالي اړوند سیمه کې له پاکستان څخه په زور راستنېدونکو افغان کډوالو ته د لنډمهالې اوسېدنې لپاره مجهز کمپ جوړ شوی دی.

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال او د خدماتي کمېټې مسوول سیداحمد مستقیم سلام‌وطندار ته وویل چې دغه کمپ یې د شلمزو سیمې په ځنځیر سیمه کې جوړ کړی دی.

د سناپ چت کاروونکو ته له امازون د توکو پېر اسانتیاوې رامنځته شوې

له دې وروسته د سناپ چت ټولنیزې رسنۍ کاروونکي کولای شي چې له امازون څخه په انلاین بڼه توکي وپلوري.

امازون پرون دوشنبه د نومبر ۱۳مه ویلي، امریکا کې د سناپ چت کاروونکي کولای شي چې برښنايي سوداګریز شرکت کې له نوملړ شویو توکو څخه د خپلې خوښې توکي وپېري.

هلمند کې په ۴۸ میلیونه افغانیو د «ICU» لپاره ودانۍ جوړېږي

د هلمند د بست ولایتي روغتون په څنګ کې د بیړني ناروغان د «ای‌سي‌یو» څانګې لپاره په ۴۸ میلیونه افغانیو ودانۍ جوړېږي. د ودانۍ ترڅنګ به نور اړین امکانات هم ورته برابر شي.

د یاد ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید سلام‌وطندار ته وویل چې بېړنیو ناروغانو ته اړوند د «ای‌سي‌یو» دغه ودانۍ به په دوو پوړونو کې جوړه شي.

هرات کې د سړک پر غاړه د کتابونو اووه ورځنی نندارتون پرانېستل شو

هرات کې د مومني خپرندوی له لوري د دغه ولایت مرکز هرات ښار کې د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتابونو اووه ورځنی نندارتون پرانېستل شوی دی.

دغه نندارتون پرون دوشنبه د لړم ۲۲مه پیل او یوه اوونۍ به دوام وکړي. د مومني فرهنګي خپروندی مسوول سعید مومني سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم د دغه ولایت ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ کمرنګه شوی، خو په وینا یې، هڅه کوي چې دا دود راژوندی کړي.

د حکومت ویاند: افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي د شپږ زره جنګیالیو» د شتون ادعا ناسمه ده

د سرپرست حکومت ویاند په هېواد کې د ټي‌ټي‌پي د جنګیالیو شتون او د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاورې کارولو په اړه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي‌خان دراني له څرګندونو وروسته وايي، پاکستان باید د افغانستان له تورنولو لاس واخلي؛ ځکه په وینا یې، داسې هېڅ سند نشته چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي غړي شته.