له پاکستانه یوشمېر راستنې شوې کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي، د پاکستان حکومت له لوري په زور افغانستان ته د دوی ستنېدل لامل شوي چې د اولادونو زده‌کړې یې نیم‌ګړې پاتې شي.

راستنو شویو کورنیو زیاته کړه چې د زده‌کړو سربېره د راستنېدو پرمهال د پاکستاني پولیسو ناوړه چلن د دوی د ماشومانو پر ذهنونو منفي اغېزې کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغو کورنیو وویل، ماشومان یې اوس تر ذهني فشار لاندې دي، وېره احساسوي او دوی یې راتلونکې ته اندېښمن دي او له ا.ا غواړي چې بېرته راستنو شویو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

یوه راستانه شوي بسم‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ ماشومان یې ووهل، هغه ماشوم چې تراوسه یې د مور شېدې خوړلې، دوی یې وهلي. زه له دولته غواړم چې پوښتنه مو وکړي. موږ خو بل څه نه غواړو، پاکستانیانو ووهلو، غوښتل یې چې د ماشوم مور ووهي، لرګي پر ماشوم ولیګدي. پسې اخلي، سمه ده چې د هغوی وطن دی، زموږ وطن دغه دی، هغه زموږ ملک نه‌وو، موږ له مجبوریته تللي وو.»

۱۵ کلن احسان‌الله چې د پاکستان کویټه ښار کې دیني زده‌کړې کولې، وايي، هېواد ته د بېرته ستنېدو پرمهال یې زده‌کړې نیم‌ګړې پاتې شوي او اوس خپلې راتلونکې ته اندېښمن دی.

ده هم وویل، د بیرته ستنېدو پرمهال د پاکستاني پولیسو له لوري ورسره ناوړه چلند شوی چې له امله یې اوس هم د وېرې احساس کوي.

احسان‌الله سلام‌وطندار ته وویل، پاکستاني پولیسو ورسره زور زیاتی کړی او خپلو شخصي کورونو څخه یې په زور ایستلي دي.

نوموړي وویل: «بس نو هلته مې مدرسه ویله راڅخه پاتې شوه، په دغه مو خوابده ده چې د خپل کور څخه یې پسې راواخیستلو، هلته مو کور، ځایونه وه، خپل ځایونه مو پاته شو. شیان مو پاته شو، دوی باید موږ ته مکتبونه جوړ کړي وای، مدرسې یې راته جوړې کړې وای، دوی موږ پسې راواخستلو، دوی باید چې موږ ته نور ځایونه جوړ کړي وای.»

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیا ځای پر ځای کولو امر نعمت‌الله الفت سلام‌وطندار ته وویل، هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو بیل شوي او سرپناه نه‌لري، د ماشومانو د روزنې مرکزونو ته ورپېژندل شوي او تر هغه یې ساتنه کوي چې بېرته خپلو کورنیو سره نه‌وي یو ځای شوي.

هغه وویل: «شته د دوی د تعلیم لپاره ښه زمینه مساعده ده، دارالیتامونه شته، روزنتونونه شته او هغه کسان چې څه تعلیم یې کړی، داخل به په ښه تعلیم او ښه روحیه سمبال شي.»

دا داسې مهال دی چې ملګروملتونو، د بشري حقونو یوشمېر سازمانونو او فعالانو له پاکستانه د کډ‌والو په زوره اېستل او ورسره ناوړه چلن غندلی دی.

تازه د پاکستان سنا جرګه کې د بېلابېلو ګوندونو استازو له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی ویلي، د قانون له مخې د دغه هېواد موقت حکومت د کډوالو ایستلو صلاحیت نه‌لري او دا پرېکړه باید راتلونکي منتخب حکومت ته پرېښودل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام