راستنې شوې کورنۍ: د پاکستاني پولیسو ناوړه چلن مو پر ماشومان منفي اغېز کړی

له پاکستانه یوشمېر راستنې شوې کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي، د پاکستان حکومت له لوري په زور افغانستان ته د دوی ستنېدل لامل شوي چې د اولادونو زده‌کړې یې نیم‌ګړې پاتې شي.

راستنو شویو کورنیو زیاته کړه چې د زده‌کړو سربېره د راستنېدو پرمهال د پاکستاني پولیسو ناوړه چلن د دوی د ماشومانو پر ذهنونو منفي اغېزې کړي دي.