Asset 1SWN

زابل کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته مجهز کمپ جوړ شوی

۵۶۷

د زابل په شلمزو ولسوالي اړوند سیمه کې له پاکستان څخه په زور راستنېدونکو افغان کډوالو ته د لنډمهالې اوسېدنې لپاره مجهز کمپ جوړ شوی دی.

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال او د خدماتي کمېټې مسوول سیداحمد مستقیم سلام‌وطندار ته وویل چې دغه کمپ یې د شلمزو سیمې په ځنځیر سیمه کې جوړ کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت د نورو ولایتونو په څېر دغه ولایت ته هم له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته د اړینو خدماتو وړاندې کولو ته پام کوي. «د زابل ځنځیر سیمې دروازې ته هم پاملرنه کوي چې دلته د بېرته راستنېدونکو هېواد‌والو د اوسېدونې، خوراک څښاک، روغتیا  او نورو برخو لازم تدابیر ونیول شي.»

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال او د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او روغتیايي خدماتو کمېټې مسوول سیداحمد مستقیم دلته به ټولې کاري کمېټې فعاله وي او په وینا یې، وخت پر وخت به راستانه شویو افغان کډوالو ته خدمات وړاندې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د شملزو ولسوالي ځنځیر سیمې کې جوړ شوي دغه کمپ کې د زابل یو‌شمېر ریاستونه هم پراخه ونډه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام