Asset 1SWN

د حکومت ویاند: افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي د شپږ زره جنګیالیو» د شتون ادعا ناسمه ده

TTP-qfav7gdmpm64lvhlvymqaivcpw3la46pybd0oxiw08

د سرپرست حکومت ویاند په هېواد کې د ټي‌ټي‌پي د جنګیالیو شتون او د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاورې کارولو په اړه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي‌خان دراني له څرګندونو وروسته وايي، پاکستان باید د افغانستان له تورنولو لاس واخلي؛ ځکه په وینا یې، داسې هېڅ سند نشته چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي غړي شته.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد وايي: «دا ادعا ناسمه ده چې ګواکې افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي شپږ زره جنګیالي شته. دویم، موږ اجازه نه ورکوو چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاوره وکارېږي. موږ په دې برخه کې جدي یوو او هغوی باید پر موږ تورونه ونه لګوي او موضوعاتو ته دقیق پام وکړي. پر پاکستانیانو بریدونو کې د افغانانو لاس لرلو په اړه دې هم له موږ سره معلومات شریک کړي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي‌خان دراني له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو خوندي پټن‌ځایونه دي او په خبره یې، همدا اوس «د پاکستاني طالبانو د تحریک شپږ زره جنګیالي» په افغانستان کې دي او د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې بریدونو کې لاس لري.

نوموړي زیاته کړې: «موږ افغانستان ډېر ښه پېژنو او پوهېږو چې هلته څه تېرېږي. د ټي‌ټي‌پي مشرتابببه هلته فعالیت لري؛ نورولي مسعود په ویډیوګانو کې لیدل شوی چې د چترال د برید مشري یې پر غاړه لرله او دا چې افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي د یوې موخې لپاره یو بل ته ژمن دي.»

په همدې حال کې د نړیوال چارو یوشمېر شنونکي وايي چې افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د غړیو حضور یا نه حضور په اړه د اسلامي امارت او طالبانو ترمنځ د لفظي شخړو دوام به دواړو هېوادونو ته سخت زیان واړوي.

د نړیوالو چارو شنونکی سیدفرهاد معصومي وايي: «د دواړو هېوادونو ترمنځ د تقابل زیاتوالی کېدای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې زیاتې کړي او له بلې خوا، پاکستانیان ښايي د فشار له ټکوي کار واخلي. افغانستان د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره له ګاونډیانو سره ښو اړیکو ته اړتیا لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نړیوالو چارو یو بل شنونکی محمود اضطرابي وايي: «پاکستان چې کوم مسایل ښيي، د دغه هېواد په پخوانۍ دوښمنۍ کې ریښه لري. پاکستان په افغانستان کې هېڅ ډول حکومت نه غواړي او غواړي داسې شرایط برابر شي چې پاکستان یې غواړي. همدا لامل دی چې دغه هېواد پلمې لټوي.»

په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي جنګیالیو د شتون او نشتون پر سر د پاکستان او افغانستان ترمنځ لفظي شخړې وخت‌ناوخت را پورته کېږي. د پاکستان د امنیتي چارواکو په ګډون، د دغه هېواد ځینو چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې کارېږي، خو اسلامي امارت تل دا ادعاوې رد کړي او هغه یې بې‌بنسټه بللې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام