Asset 1SWN

له افغانانو سره مرستو کې د لاسوهنې په اړه د امریکايي سناتور ادعا؛ ا.ا یې نه مني

سناتور-امریکایی-ql6yyq2bbk49g8e6azva76gffhqmh6l93z367dfibs

د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد کانګرېس ته یوه لایحه وړاندې کړه چې له مخې یې باید له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو لړۍ تر هغه وخته ودرول شي چې د روڼتیا په اړه یې ډاډ نه وي ترلاسه شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه امریکايي سناتور فاکس نیوز ته ویلي چې ا.ا له افغانانو سره کېدونکو مرستو نه ګټه اخلي. نوموړي زیاته کړې: «ا.ا باید د امریکا د مالیه‌ورکوونکو له پیسو ګټه وانه‌خلي. له بده مرغه دا هغه شېبه ده چې زموږ د سترګو مخ کې رامنځته کېږي. تر هغه چې موږ د پروسې روڼتیا په اړه ډاډ ترلاسه نه کړو، د ملګرو ملتونو مرستې باید وځنډول شي.»

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د امریکا هغه ادعا ردوي چې ګواکې ا.ا له افغانستان سره شوې بشري مرستې کاروي او په وینا یې، دولتي ادارې اړمنو ته د بشري مرستو د وېش په پروسه کې هیڅ ډول ونډه نه لري.

هغه وايي: «هغه مرستې چې نړیواله ټولنه کوي، له پیل څخه تر اوسه د اماراتي ادارو له لاسوهنې پرته د موسسو او د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له لوري وېشل کېږي؛ موږ د کورنیو او بهرنیو موسسو د روڼ بهیر ملاتړ کوو.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې دغه هېواد تر بل هر وخته نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو بندول ډېرې منفي پایلې لرلی شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نصیر رښتیا سلام‌وطندار ته ویلي: «افغانان اوس تر اقتصادي بندیزونو لاندې دي. د هېواد اقتصاد له بهرنیو مرستو سره تړلی او ا.ا نه‌شي کولای په لنډمهال کې ټولې ننګونې کنټرول کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادولو ده چې تر دې وړاندې د امریکا حکومت ویلي و چې اسلامي امارت له افغانستان سره د دغه هېواد او د همکارو موسسو له مالي مرستو څخه ګټه نه‌شي اخیستلی.

امریکا د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته له افغانستان سره تر ټولو ستر مالي مرستندوی هېواد دی او تر اوسه یې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارډه ډالره مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام