Asset 1SWN

سیګار: ښايي افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې کمې شي

Humanitarian-assistance-Afghanistan_WanmanUthmaniyyah-Unsplash

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره سیګار وايي چې ښايي افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې کمې شي.

سیګار افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا د بشردوستانه مرستو څرنګوالی ارزولی او په یوه راپور کې ویلي چې د دې احتمال شته چې دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو کچه کې کموالی راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیګار په دې خپور شوي راپور کې ویلي، سره له دې چې ملګروملتونو افغانستان سره د بشري مرستو دوام په اړه ډاډ ورکړی، خو دغه هېواد سره د مرستو کمېدو احتمال هم شتون لري.

د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي: «که څه هم ملګروملتونو تمه ښوولې چې افغانستان سره به د مرستو استولو ته دوام ورکړي، خو ګڼ دلایل شته چې لامل کېږي، راتلونکې کې افغانستان سره د مرستو کچه کمه کړي. لومړی دا چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مالي مرستې د کمېدو په حال کې دي.»

د سیګار راپور کې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، تېرو څه باندې دوو کلونو کې افغانستان ته یوازې ۲.۹ میلیارد ډالره نغدې مرستې استول شوي چې له ډلې یې ۲.۶ میلیارد ډالره د ملګروملتونو سازمان اړوند مرسته رسوونکو بنسټونو ته ورکړل شوي او مصرف شوي دي.

سیګار زیات کړې چې د ملګروملتونو نغدي مرستو د ا.ا تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک شتمني ته هم ګټه رسولې، کوم څه چې په اړه یې د افغانستان بانک مسوولانو د دغه راپور د لیکلو تر وخته د سلام‌وطندار د خبریال پوښتنې ته ځواب  ورنه‌کړ.

د افغانانو د اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره د بشردوستانه مرستو وړاندې کولو ترڅنګ، د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت نړیوالو څخه د لا ډېرو مرستو تمه لري.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته وویل: «که ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانستان اقتصادي لومړیتوبونو پر بنسټ، پر هغو پروګرامونو کار وکړي چې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي، تمرکز وکړي، په تدریجي توګه به د افغانانو اقتصادي وضعیت ښه‌والي کې مرسته وکړي.

د اقتصادي مسایلو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا د بې‌وزلۍ په دلیل انساني ناورین  سره د مقابلې لپاره افغانستان کې د نړیوالو د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لارو چارو پر ارزولو ټینګار کوي.

نوموړي وویل: «په یوه ډول دغه بشردوستانه مرستې کولای شي، خپلې اغېزې ولري چې هم به فیزیکي پیسې بازار ته وړاندې شي او دا چې په دې پیسو به د افغانستان کورني تولیدات وپلورل شي. له دې پرته به له دې وضعیت هېوادونه ګټه واخلي چې له هغه ځایه به پلورل کېږي او افغانستان ته به رالېږدول کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د وروستي راپور پر بنسټ، دامهال افغانستان کې له لسو څخه اووه کسان یې نه‌شي کولای د ناوړه اقتصادي وضعیت په دلیل د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاووې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام