سیګار: ښايي افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې کمې شي

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره سیګار وايي چې ښايي افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې کمې شي.

سیګار افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا د بشردوستانه مرستو څرنګوالی ارزولی او په یوه راپور کې ویلي چې د دې احتمال شته چې دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو کچه کې کموالی راشي.

بلخ کې «۲۱» ټُنه تاریخ تیري درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

بلخ کې د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې ۲۱ ټُنه تاریخ تیري او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځولې دي.

دغه په وخت تیري او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي چې ټولییز ارزښت یې نږدې درې میلیونه افغانیو ته رسېږي، چهارشنبه، سلواغې ۱۱مه یاد ولایت کې له‌منځه وړل شوې دي.

افغانستان کې هرکال د ژمي پر مهال «ګازنیونه» له خلکو ژوند اخلي

افغانستان کې هر کال د ژمي موسم په رارسېدو سره ګڼو ولایتونو کې کورنۍ د خپلو کورونو ګرم «تود» ساتلو لپاره له سوند توکو په ځانګړې توګه د ډبرو له سکرو استفاده کوي.

د پروان اوسېدونکي هم د نورو ولایتونو د اوسېدونکو په څېر ژمي کې د ډبرو له سکرو استفاده کوي چې وخت ناوخت له خلکو قرباني اخلي.

عبدالکبیر: کابل کې سفارتونه پرانیستي او دا د رسمیت‌پېژندنې په مانا ده

د افغانستان د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي چې کابل کې د ځینو هېوادونو سفارتونه پرانېستې دي چې د ده په ټکو «دا د رسمیت‌ پېژندنې» په معنی ده.

مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې «چهارشنبه، سلواغې یوولسمه» خوست کې «د قومي مشرانو او دیني عالمانو» یوې غونډې ته کړې دي.