Asset 1SWN

د کندهار دارالمجانین څخه ۲۸کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو سره یوځای شول

IMG-20240131-WA0232

د افغاني سرې میاشتي ټولني له‌خوا د کندهار دارالمجانین «لیونتون» څخه د اوو ښځو په ګډون ۲۸ کسان تر یوې میاشتې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوې دي.

دغه کسان چې اووه ښځې هم په‌کې شاملې دي، پر عصبي او رواني ناروغیو اخته وو چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې دې مرکز کې درملنه کېده. دا مهال دې مرکز کې ۹۴۰ نور ناروغان چې پر بېلابېلو عصبي او رواني ناروغیو اخته دي، تر درملنې لاندې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار دارالمجانین امر ډاکتر صدیق‌الله صدیقي  سلام‌وطندار ته وویل چې له دغه مرکزه نن پنج‌شنبه سلواغې ۱۲مه، ۲۱ ‌نارینه او اووه ښځې تر بشپړې درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو سره یوځای شول.

د صدیقې په وینا، د کندهار دارالمجانین یا «لیونتون» څخه تر دامهاله د ۲۰۰ ناروغانو درملنه شوې او۱۹۰ تنه ناروغان لاهم تر درملنې لاندې دي .نوموړي زیاته کړه چې د یادو ناروغانو ترڅنګ ۷۵۰ نور ناروغان بیا چې ښځې هم په‌کې شاملې دي، په خپلو کورونو کې یې درملنه کېږي.

 د افغاني سرې میاشتې ټولني مرستیال نورالدین ترابي ټينګار وکړ چې د عصابي او رواني ناروغانو ترڅنګ، د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه د دغې ټولني په لومړيتوبونو کې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

په ورته مهال یو‌شمېر سوداګرو د کندهار له دارالمجانین څخه تازه درملنه شویو کسانو سره د «لباسونو» مرسته هم کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام