Asset 1SWN

کابل کې د رواني روغتیا روغتون ته هره ورځ ۲۵۰ ناروغان مراجعه کوي

20231026_113547

کابل کې د رواني ناروغیو د تخصصي روغتون مسوولان وايي، دغه روغتون ته د مراجعه‌کوونکو په شمېر کې ۴۲سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، تېرو شپږو میاشتو کې ۵زره رواني ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې چې تر هغې وړاندې شپږو میاشتو کې بیا دغه شمېر ۳۵۰۰ کسانو ته رسېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل د رواني روغتیا روغتون رییس ډاکټر خواجه قدرت‌الله صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دغه روغتون ته هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ رواني ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي.

هغه وویل: «زموږ مراجعینو کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي چې اوس ۸۵ بستره لرو چې له ډلې یې ۱۵ بستره د روږدو کسانو لپاره دي او پاتې یې د رواني ستونزو لرونکو لپاره.»

په ورته وخت کې یوشمېر رواني ناروغان چې د کابل د رواني روغتیا روغتون ته ورغلي، وايي، غصه، بې‌خوبي، عصبي ستونزه او اضطراب دوی اړ کړي چې د درملنې په موخه دغه روغتون ته مراجعه وکړي.

رابعه چې خپل ٢٣ کلن زوى يې د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوړى، وايي، زوى يې له ايران او ترکيې څخه بېرته هېواد ته له ستنېدو وروسته پر رواني ناروغي اخته شوى دى.

هغه وویل: «د کورنۍ له غړیو سره شخړې او دعوې کوي. پخوا داسې نه‌وو، وروسته له هغې چې ایران ته لاړ او له هغه ځایه راوشړل شو، اندېښنه یې کوله چې ملګري مې لاړل او زه پاتې شوم. بلاخهر دې ورځې ته راغی.»

کابل کې د رواني ناروغیو د تخصصي روغتون مسوولان پر رواني ناروغیو د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي خبره داسې حال کې کوي چې ډېری افغانان د ناسمو باورونو او شرم له امله رواني روغتون ته مراجعه نه‌کوي.

بل‌خوا ارواپوه زکریا بارکزی وايي، د رواني ناروغیو په اړه د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه، بې‌وزلي، د رواني ناروغیو له ډاکټرانو سره د رواني ستونزو د افشا‌کېدو وېره او د خلکو ترمنځ د ناسمو باورونو شتون، د دې لامل شوی چې ډېری رواني ناروغان رواني روغتونونو ته له تګ ډډه وکړي.

نوموړي وویل: «له بده‌مرغه چې رواني موضوعات زموږ ټولنه کې ځای نه‌دی پیدا کړی او د یوه خپلواک علم په توګه نه‌دی بریالی شوی چې د هېواد‌والو ستونزې هوارې کړي. لومړی خلک پرې باور نه‌لري، دویم موږ ډېر څه د راز په څېر ساتو او شرم لرو چې څنګه یې ډاکټر ته ووایو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي، افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو یې پر رواني ناروغیو اخته دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام