Asset 1SWN

بلخ کې «۲۱» ټُنه تاریخ تیري درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

درمل

بلخ کې د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې ۲۱ ټُنه تاریخ تیري او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځولې دي.

دغه په وخت تیري او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي چې ټولییز ارزښت یې نږدې درې میلیونه افغانیو ته رسېږي، چهارشنبه، سلواغې ۱۱مه یاد ولایت کې له‌منځه وړل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخ کې د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست رییس عبدالوحید عابدي وايي چې یاد ولایت کې د بې‌کیفیته او وخت تېرو درملو او خوراکي توکو د پلور مخه به نیسي او له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.

د بلخ د خوړو درملو ملي ادارې ریاست مسوولانو په وینا، د بې‌کیفیته درملو او خوراکي توکو د پلور مخنیوي په پار یې تراوسه ۱۶۰درملتونونه تړلي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

که څه هم هېواد کې په وخت تېري او بې‌کیفیته درملو او خوراکي توکو د ټولولو لړۍ روانه ده، خو لاهم په بازارونو کې بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي پلورل کېږي چې د خلکو روغتیا ګواښي او خلک یې اندېښمن کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام