Asset 1SWN

د خوړو او درملو ملي ادارې کابل کې ۱۵زره کارټنه بې‌کیفته درمل سوځولي

IMG-20231221-WA0250

د خوړو او درملو ملي ادارې نن «سه‌شنبه، مرغومې پنځمه» کابل ښار کې ۱۵زره کارټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېري درمل سوځولې دي.

د خوړو او درملو ملي ادارې، اداري مرستیال نعمت‌الله رووفي د یادو درملو د سوځېدو پر مهال سلام‌وطندار ته وویل چې دغه بې‌کیفیته او په وخت تېر درمل یې د کابل ښار د بېلابېلو روغتونونو او درملتونو څخه د تېرو شپږو میاشتو په موده کې راټول کړې وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د دې ادارې فعالیتونه دوام لري او موږ هیله لرو چې د دې ادارې اقدامات نه یوازې دا چې د انسان ژوند ساتي او سالمه ټولنه رامنځته کوي، بلکې د هېواد اقتصاد ودې او ښه‌والي لپاره مهم رول لري.»

د خوړو او درملو ملي ادارې مرستیال همداراز زیاته کړې، هغو روغتونونو او درملتونونو ته چې دغه تاریخ تیري او بې‌کیفیته درمل ترې ټول شوي، سپارښتنه کړې که یې سرغړونه تکرار کړه، عدلي بنسټونو ته به یې وسپاري.

بل‌خوا د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي په درملتونونو کې د تاریخ تېرو او بې‌کیفیته درملو له پلور د اندېښنې په څرګندونې سره وايي چې دغه درمل نه یوازې دا چې ناروغ ته ګټه‌ نه‌لري، نورې ناروغۍ هم ورته پیدا کوي.

د کابل اوسېدونکي محمدعلي وویل: «کله چې ډاکټر ته مراجعه کوې او ډاکټر درته نسخه ولیکي او درمل چې واخلې، وینې چې پایله نه‌لري، دې پایلې ته رسېږي چې درمل بې‌کیفیته او وخت تېرې دي او بیه یې هم لوړه ده.»

ظهورالله وویل: «دغه درمل چې ډاکټر ماته لیکلي په څو درملتونونو کې مې ولټول، خو پیدا نشوه، وايي دا ترکۍ دي، پاکستانۍ دي او کیفیت یې هم توپیر لري. موږ له مسوولانو غواړو چې د دې کار مخه ونیسي.»

د خوړو او درملو ملي ادارې مرستیال له روغتونونو، د درملو تولید شرکتونو او سوداګرو غوښتنه وکړه، وړاندې له دې چې د درملو تاریخ پای ته ورسېږي، درمل دې مصرف کړي، یا دې دغې ادارې ته وسپاري، څو پر بې‌وزله او اړمنو کسانو یې ووېشي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

افغانستان له بهر څخه د درملو واردونکی هېواد دی چې د خپل اړتیا وړ درمل له پاکستان، هند او ایران څخه هېواد ته رالېږدوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام