د خوړو او درملو ملي ادارې کابل کې ۱۵زره کارټنه بې‌کیفته درمل سوځولي

د خوړو او درملو ملي ادارې نن «سه‌شنبه، مرغومې پنځمه» کابل ښار کې ۱۵ټُنه بې‌کیفیته او تاریخ تېري درمل سوځولې دي. د خوړو او درملو ملي ادارې، اداري مرستیال نعمت‌الله رووفي د یادو درملو د سوځېدو پر مهال سلام‌وطندار ته وویل، دغه په وخت تېري درمل یې د کابل د روغتونونو او درملتونو څخه د تېرو شپږو میاشتو په موده کې راټول کړې وو.

په انلاین بڼه د ښځو له‌خوا د توکو خرڅلاو؛ «په ۱۰۰ افغانۍ مې کاروبار پیل کړ»

په داسې حال کې چې خلک په دې باور دي چې د سوداګرۍ پیل ډېرو پیسو ته اړتیا لري، داسې کسان هم شته چې د لږو پیسو او نوښت سره یې کوچنۍ سوداګري پیل کړې ده.

راضیه افضلي یوه له دغو مېرمنو څخه ده چې درې میاشتې وړاندې یې د ۱۰۰ افغانیو په مرسته خپل انلاین کوچنی کاروبار پیل کړ.

لغمان کې پر ښکار بندیز؛ ښکاریان: د ګټې بله لار نه‌لرو

لغمان کې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د کبانو او هیلیو ښکار له بندیز وروسته د دغه ولایت یوشمېر ښکاریان وایي چې پر ښکار د بندیز له امله یې ورځنی کاروبار زیانمن شوی دی. دوی زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یې د ښکار لپاره جوړ شوي ځایونه او جالونه له‌منځه وړل کېږي او د ښکار اجازه نه‌لري.

کندهار کې یو‌شمېر پلې لارې د تګ‌راتګ پرمخ پرانېستل شوې

د کندهار ښاروالي مسوولان وايي چې کندهار ښار کې یو‌شمېر هغه پلې لارې چې د لاسي توکو پلورونکو له‌خوا بندې شوې، بېرته پرانېستې دي.

د کندهار ښاروالي ویاند سیف‌الله عاصم سلام‌وطندار ته وویل چې د ښارې نظم ساتنې او ښکلا په موخه یې له پلیو لارو د لاسي توکو پلورونکو کراچۍ او رېړۍ لرې کړې دي..

پکتیا کې د سوېل ‌ختيځ زون د طبي شورا دفتر پرانېستل شو

د افغانستان طبي شورا تخنيکي سلاکار احمدشاه شکوه‌مند د یاد دفتر پرانېستلو پر مهال وويل چې ياده شورا د هېواد په کچه يوه خپلواکه اداره ده او په وینا یې، د روغتيا او لوړو زده‌کړو وزارتونو سره په ګډه کار کوي چې د روغتيا برخه کې ستونزې راکمې او معياري خدمتونه وړاندې شي.

زابل کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوي

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز «کلات ښار» کې د پولیو یا ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي.

 د ګوزڼ دغه پېښې د کلات ښار په رساله او هواشناسي کلیو کې ثبت شوي دي.  سربېره پر دې «دوشنبه، مرغومې څلورمه» زابل کې څه باندې ۲۰۰زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین هم پیل شوی دی.