Asset 1SWN

په انلاین بڼه د ښځو له‌خوا د توکو خرڅلاو؛ «په ۱۰۰ افغانۍ مې کاروبار پیل کړ»

1-1-qgqkf3vqtz4b6iy0m5qsnvvyz1mftf1l3ltm2gjgqw

په داسې حال کې چې خلک په دې باور دي چې د سوداګرۍ پیل ډېرو پیسو ته اړتیا لري، داسې کسان هم شته چې د لږو پیسو او نوښت سره یې کوچنۍ سوداګري پیل کړې ده.

راضیه افضلي یوه له دغو مېرمنو څخه ده چې درې میاشتې وړاندې یې د ۱۰۰ افغانیو په مرسته خپل انلاین کوچنی کاروبار پیل کړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه د “عتیقه برانډ عتیقه” په نوم یوه پاڼه جوړه کړه او په بېلابېلو رنګارنګ ډیزاینونو سره په لاسي اوبدل شوي بنګړي، بک‌مارک، د کلۍ ځنځیرونه او بېلابېل توکي په انلاین بڼه پلوري.

کله چې پېردونکي په دې پاڼه کې د یوه محصول د پېر غوښتنه وکړي، راضیه به یې د پېردونکي تر دروازې ورسوي.

راضیې وروسته له هغې د کابل په یوه خصوصي انستیتوټ کې د نرسنګ برخه کې زده‌کړې وکړې چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، خو د کورنۍ کمزوري اقتصاد هغه اړ کړه چې پر انلاین د لاسي توکو پلور ته مخه کړي.

نوموړې وویل: «زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، د خور په مرسته، زه هڅه کوم چې د کورنۍ سره همکاري وکړم. سل افغانۍ مې چې لرلې لاړم تار مې واخیست او لاسي توکي مې واوبدل. د لاس‌بندونو پلور څخه مې ډېرې پیسې وګټلې او په دې توګه مې کار ته دوام ورکوم.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو او د نجونو زده‌کړیالانو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته یو‌شمېر نجونو انلاین پلورنځو او سوداګرۍ ته مخه کړې ده.

۱۹کلنه صدف فرهاد هم له ښوونځي تر راګرځولو وروسته له تېرو څلور میاشتو راهیسې په انلاین بڼه کوچنۍ سوداګري کوي او له دې لارې یې ځان بوخت ساتلی دی.

فرهاد وايي چې د پخوانیو طرحو او ډیزاینونو په مرسته لاسي بکسي «بټوې» جوړوي چې په انلاین بڼه یې ښه پلور پیدا کړی دی.

په ورته مهال یو‌شمېر ورې نجونې چې کابل ښار کې پر انلاین سوداګرۍ بوختې دي، وايي، پر ښځو له محدودیت وروسته یې انلاین پلورنځي جوړ کړي او په مرسته یې کورني خواړه، لاسي صنایع، سینګار توکي، حجابونه، بوک‌مارک او بېلابېل کتابونه پلوري.

هېواد کې د انلاین پلورنځیو له رامنځته کېدو سربېره یو‌شمېر مېرمنو له هېواده بهر هم انلاین کاروبار پرانېستی او له دې لارې ځینې توکي پر هېواد‌والو پلوري.

د «مسکا د پوستکي مراقبتي او سینګار انلاین پلورنځی» پاڼې مسووله یاسمین حسن‌زاده چې له هېواده بهر ژوند کوي، هېواد کې دننه افغانانو ته خدمات وړاندې کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

نوموړې د خپل کار پیل لپاره له خپلو ملګرو پور اخیستی دی. حسن‌زاده هغه توکي چې د پېردونکو له‌خوا ورته د پېر په موخه غوښتني راځي کابل، هرات او مزارشریف ته هم رالېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام