Asset 1SWN

لوګر کې ۵۰۰ بې‌وزله زده‌کوونکو ته د لیک‌‌لوست زمینه برابره شوه

-------------

 د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي، د مرکز پل‌علم شاوخوا ۵۰۰ بې‌وزله زده‌کوونکو ته یې د لیک-‌لوست وړیا زمینه برابره کړې.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، د یاد ریاست ښوونیز مرکز کې یې د پل‌علم شاوخوا ۵۰۰ بې‌وزله اړمنو زده‌کوونکو ته د کمپیوټر، انګلیسي، خطاطي او ساینسي علومو برخه کې د لیک-‌لوست زمینه برابره کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

صمیم زیاته کړه چې یاد ښوونیز مرکز ته ډېری جذب شوي زده‌کوونکي بې‌وزله دي او د زده‌کړو روان بهیر به تر راتلوونکو شپږو میاشتو دوام کوي.

نوموړي نویو جذب شویو زده‌کوونکو ته په وینا کې وویل: «د یاد ریاست ښوونیز مرکز کې ټول شته اسانتیاوې د لوګر د ځوان نسل د روزنې په موخه دي، هڅه وکړئ چې د خپلو وړتیاوو او استعدادونو په لوړولو کې ترې ګټه واخلئ.»

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ښوونیز مرکز مسوول حسیب‌الله حبیب سلام‌وطندار ته وویل، د زده‌کوونکو د لیک-لوست لپاره یې پياوړي ښوونکي ګومارلې دي.

نوموړي له زده‌کوونکو او د زده‌کوونکو له کورنیو وغوښتل چې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او خپلو ماشومان او ځوانان د لیک-لوست لپاره اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته واستوي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت ۷۰۰ بې‌وزله او اړو ماشوماتو ته د لیک-لوست زمینه برابره کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام