Asset 1SWN

عبدالکبیر: کابل کې سفارتونه پرانیستي او دا د رسمیت‌پېژندنې په مانا ده

عبدالکبیر-

د افغانستان د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي چې کابل کې د ځینو هېوادونو سفارتونه پرانېستې دي چې د ده په ټکو «دا د رسمیت‌ پېژندنې» په معنی ده.

د نوموړي په وینا، که څه هم ځینو هېوادونو په ښکاره توګه سرپرست حکومت په رسمیت‌ نه‌دی پېژندلی، خو زیاتوي چې دغه هېوادونه له افغانستان سره د رسمیت پېژندنې په ډول  رسمي اړیکې او راکړه ورکړه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې «چهارشنبه، سلواغې یوولسمه» خوست کې «د قومي مشرانو او دیني عالمانو» یوې غونډې ته کړې دي.

نوموړي وویل: «که د دنیا ځينې ملکونه موږ تاسې په خولې باندې په رسمیت نه‌یوو پېژندلي، خو دنیا عملاً له موږ سره د رسمیت پېژندنې معامله کوي، ځکه چې یو څوک خپل تجارتي سرحد له ما سره خلاص کړی، سفارت دې په کابل کې خلاص دی، زما سفارت دې په خپل ملک کې منلی، نو رسمیت وايي څه ته؟»
د افغانستان د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د یادې غونډې ګډونوالو ته وویل چې له نړی سره پرته له دليل ترینګلتیا نه‌غواړي او په وینا یې، نه‌غواړي خپل ملت ته ستونزه جوړه کړي.
هغه ټينګار وکړ، که نړۍ افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت په پلمه د تېر نظام ځینې کسان چې پر فساد ککړ دي، اوسني حکومت کې شاملېدل، غواړي، دوی به یې هېڅ‌‌کله ونه‌مني.

د نوموړي په وینا، اوسني سرپرست حکومت کې د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبونو خلک ګډون لري او د نړيوالو هغه څرګندونې یې بې‌بنسټه وبللې چې په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت نه دی جوړ شوی.

هغه وویل: «که د همه شمولیت معنی دا وي چې د افغانستان مختلف قومونه په دې نظام کې برخه ولري. هغه خو شته دي او که د همه شمولیت معنی دا وي چې د شل کلن جهاد پر وخت کې د پردیو غلامان، غلا او چور چاپول خلک په دغه حکومت کې برخه ولري، دا نه امارت او نه یې د افغانستان غیرتي مسلمان ولس زغملی شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

غونډه کې د خوست یوشمېر قومي مشرانو او دیني علمانو له سرپرست حکومت د غلام‌خان بندر د ترانزېټ او په خپلو سیمو کې د ځینو پروژو او د بیارغونې کارونو د پیلېدوغوښتنه وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام