Asset 1SWN

سلام وطندار

کارپوهان: ا.ا ته د سفارت‌خونو سپارل د رسمیت‌پېژندنې په مانا ده

IMG_20221013_055857

د نړیوالو حقوقو یو‌شمېر کارپوهان وايي چې د ځینو هېوادونو له لوري سرپرست حکومت ته د افغانستان د سفارتونو سپارل د ا.ا د رسمیت‌پېژندنې په مانا دی.

سرپرست حکومت ته د افغانستان د سفارتونو د ورسپارلو په لړ کې تازه عربي متحده اماراتو دغه هېواد کې افغان سفارت د ا.ا نوي ګومارل شوي سفیر ته ورسپارلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوالو حقوقو کارپوه خوشحال جواد سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي سرپرست حکومت د ځینو  هېوادونو له لوري د افغانستان د سفارتونو سپارل او افغانستا کې د یادو هېوادونو د سفیرانو منل، د ا.ا د رسمیت‌پېژندنې ښکارندوینه کوي.

د نوموړي په وینا، د هېوادونو له لوري یو هېواد په بېلابېلو بڼو په رسمیت‌پېژندل کېږي. «ځینې هېوادونه یې مستقیم او د خبرپاڼو په خپرولو پېژني، خو ځینې نور یې بیا په ضمني او حکمي توګه په رسمیت‌پېژني، د سفارت‌خونو پرانېستل یاسفیرانو منل او دوبۍ کې هم د اسلامي امارت سفیر همداسې منل شوی دی.»

د نړیوالو حقوقو ځینې نور کارپوهان بیا پر دې باور دي چې د هېوادونو له‌خوا د سرپرست حکومت د سفیرانو منل به د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي اړیکې پیاوړې او پراخې کړي.

د نړیوالو حقوقو  کارپوه احمدنشاط کلیوال وايي، یو هېواد په یوازې توګه ژوند نه‌شي کولای او اړتیا ده چې نورو هېوادونو سره ډيپلوماټېکې او قونسلي اړیکې ولري.

«دا د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ګټور ده او د ا.ا په ګټه به تمامه شي. اسلامي امارت اړتیا لري چې نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او رسمي اړیکې ولري.»

سرپرست حکومت تازه بدر‌الدین حقاني په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سفارت چارسمبالی ټاکلی دی او د یاد هېواد له‌خوا د نوموړي منل‌کېدل د دواړو هېوادونو اړیکو لپاره مهم ګام بللی دی.

بل‌خوا د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د سرپرست حکومت او عربي متحده اماراتو ترمنځ تعامل د ښه‌کېدو په حال کې دی او هڅه کوي چې نورو هېوادونو سره هم سیاسي تعامل ولري.

نوموړي وویل: «عربي‌ متحده اماراتو سره تعامل د ښه‌کېدو په حال کې دی او انشالله راتلونکې کې به نورو هېوادونو سره هم ښې اړیکې ولرو او دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت پرمختګونه روان دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د تېرو دوو کلونو راهیسې که څه هم هېوادونو ا.ا په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې قطر، پاکستان، ایران، چین، روسیې او عربي‌ متحده امارتو  دغو هېوادونو کې د افغانستان سفارت‌خونې د اسلامي امارت استازیو ته سپارلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام