کارپوهان: ا.ا ته د سفارت‌خونو سپارل د رسمیت‌پېژندنې په مانا ده

د نړیوالو حقوقو یو‌شمېر کارپوهان وايي چې د ځینو هېوادونو له لوري سرپرست حکومت ته د افغانستان د سفارتونو سپارل د ا.ا د رسمیت‌پېژندنې په مانا دي. سرپرست حکومت ته د افغانستان د سفارتونو د ورسپارلو په لړ کې تازه عربي متحده اماراتو دغه هېواد کې افغان سفارت د ا.ا نوي ګومارل شوي سفیر ته ورسپارلی دی.

د حماس او اسراییلو جګړه کې ۲۹ خبریالان وژل شوي

له هغه وخت راهیسې چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د ملکیانو ترڅنګ لسګونه خبریالانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه «CJP» وايي چې د دواړو لوریو ترمنځ په نښتو کې ۲۹ خبریالان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.