Asset 1SWN

سلام وطندار

د پکتیکا نکې ولسوالي ته په ۲۲ میلیونه افغانیو ودانۍ جوړېږي

۱۱۱

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت نکې ولسوالي ته د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې یې پیل کړې دي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امين‌ حذيفه سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې ولسوالي ته د ودانۍ چارو جوړېدو منظوري د کورنیو چارو وزارت له‌خوا ورکړل شوې او رغنیزې چارې یې پیل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په نکې ولسوالي کې دا لومړۍ حکومتي ودانۍ ده چې په پاخه او معیاري بڼه جوړېږي. له دې وړاندې دغه ولسوالي کې هېڅ‌ حکومتي ودانۍ په معیاري او اساس ډول نه‌وه جوړه شوې.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امين‌ حذيفه زیاته کړه چې د يادې ودانۍ رغنیزې چارې به په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي چې ورسره به خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

څه موده وړاندې د پکتيکا والي فيص‌الله جمال له سلام‌وطندار سره په يوه مرکه کې ويلي و، د ياد ولايت له څلورويشت ولسواليو له ډلې دولس هغه یې ودانۍ نه‌لري، خو ژمنه يې کړې وه چې هر څه ژر به ولسواليو ته ودانی جوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام