Asset 1SWN

د پکتیکا برمل ولسوالي کې ۱۰۰۰زلزله‌ځپلیو کورنيو ته کورونه ورکړل شول

c8b43b2d-e2d5-4f1e-b099-3f8922f720f5

د پکتیکا د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت برمل ولسوالي کې ۱۰۰۰ زلزله‌ځپلیو کورنیو ته جوړ شوي کورونه وسپارل شول.

د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، د هستوګنې دغه کورونه د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري «UNHCR» په مالي ملاتړ جوړ او نن چهارشنبه د تلې ۲۶مه یې د وېش لړۍ پیل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رییس مطیع‌الله منصور سلام‌وطندار ته وویل چې یاد کورونه د څلور میلیونه او ۸۰۰‌زره « ۴۸۰۰۰۰۰» امریکایې ډالرو په لګښت د تېر کال زلزله‌ځپلیو کورنیو لپاره جوړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، د هستوګنې دغه کورونه نن د تېرکال زلزله‌ځپلیو ۱۰۰۰ کورنیو ته ورکړل شوې دي. د منصور په وینا، پر کور ۴۸۰۰ امريکايي ډالر لګښت راغلی چې جوړ شوي کور کې دوه د هستوګنې خونې، يو دهلیز، یو تشناب او پخلنځی شامل دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پکتيکا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست د معلوماتو پر بنسټ په برمل ولسوالي کې د زلزلې له امله ټول وران شوي کورونه بېرته جوړ کړي،  خو په وینا یې، هغه کورونه چې نيمه زيانمن شوي، بيارغونې لپاره يې تر اوسه څه نه‌‌دي شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام