پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله شاوخوا ۱۰۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال غلام‌غوث ناصري سلام‌وطندار ته ویلي چې په سوېل ختیځو ولایتونو «پکتیکا، خوست او پکتیا» کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو لومړنۍ شمېرې ښيي چې په دې زلزله کې خلکو ته میلیونونه ډالر مالي زیان اوښتی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غلام‌غوث ناصري په وینا، پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې له زلزلې وروسته زیانمنو شویو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره د سوق اداره جوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دغه اداره کې د سروې کمېټه، د خوراکي توکو وېش، بېړنۍ کمېټه او د پیسو د وېش څخه د څار کمېټه په‌کې شاملې دي. د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو ورځو کې زلزله ځپلو باندې څه باندې ۷۱ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ وېش شوې دي.

نوموړي وویل: «پکتیکا، خوست او پکتیا کې د زلزلې امله ګڼ‌شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. تراوسه ۱۰۰۰ کسان مړه شوي، ۲۰۰۰ ټپیان او ۱۰۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.»

بل‌خوا یو‌شمېر زلزله ځپلي وايي چې د پنځو ورځو په تېرو لاهم ورته مرستې نه دي رسېدلي. دوی زیاتوي چې زلزله ځپلو ته په عادلانه توګه مرستې نه وېشل کېږي.

زلزله ځپلی وزیراخان باشي‌خېل وویل: «مرستې نه دي شوي. موږ ۱۶ کورنۍ یو او هېڅ مرسته راسره نه ده شوې. د مرستو د وېش کمېټه جوړه شوې، زموږ له کلیو یې هم لیدنه وکړه، خو تراوسه مرسته نه ده شوې.»

په همدې حال کې مسوولان وايي چې پکتیکا کې یې زلزله ځپلو ته د مرستو وېش لپاره ولایتي کمېټه جوړه کړې. د یادې کمېټې رییس مولوي احمد سلام‌وطندار ته ویلي چې له دې وروسته به یاده کمېټه زلزله ځپلو ته د مرستو د وېش لړۍ پرمخ وړي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت، خیریه بنسټونو او شخصي مرستې زمونږ لاس کې دي. خو بشري بنسټونه خپلې مرستې په خپله وېشي، زموږ سره په همغږۍ وېشل کېږي، خو واک یې له دوی سره دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د هېواد سوېل ختیځ ولایتونونه یوې زوروې زلزلې ولړزول چې له امله یې خلکو ته ګڼ‌شمېر مالي او ځانونه زیانونه اړولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام