Asset 1SWN

عبدالغني برادر: هرات کې زلزله‌ځپلیو ته پاخه کورونه جوړوو

rss-efe7241093011cbc3bf6e8766a4d193d9a5b58d4e21w

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د هرات زلزله‌ځپلیو ته به په اساسي او معیاري توګه د هستوګنې کورونه جوړ کړي.

عبدالغني برادر چې هرات کې له زلزله‌ځپلیو سیمو څخه لیدنې لپاره دغه ولایت ته تللی، یوې غونډې ته وویل چې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه نړېدلې چې سرپرست حکومت به یې په اساسي توګه بېرته ورغوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، زلزله‌‌ځپلیو سیمو کې د مرستو رسونې لړۍ روانه ده او زیاته یې کړه چې اړوند ادارې او وزاراتونه خلکو ته د بېړنیو مرستو پر رسونې لګیا دي.

نوموړي وویل: «کوم خلک چې متضرره شوي دي، د ژغورنې لپاره یې ټوله شپه امکانات په کار اچولي دي او ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې لګیا دي چې دوی ته عاجلې مرستې ورسوي او موږ ولیدل رسولي یې هم ول. د سرپناه ځایونه ورته جوړ کړي، دا خو موقتي و، لکه خېمه، بل دا ترپل دا شیان وو، انشالله د افغانستان اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې دغو خراب شویو کورونو ته چې تقریبا ۱۵۰۰ کورونه خراب شوي، د دې د پاخه جوړو موږ تاسو ته اطمنان درکوو چې دا به جوړېږي»

په ورته مهال پرون دوشنبه د تلې ۱۷مه کابل کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمدعبدالله جان یوې خبري ناستې ته وویل چې د هرات په زلزله کې شاوخوا ۲۰۰۰ د هستوګنې کورونه ویجاړ شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د زلزلې له کبله څه باندې ۴۰۰۰ کسان مړه او ټپیان شوې دي.

بل‌خوا د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا دغه زلزله کې د ۱۰۲۳ کسانو مړینه او د څه باندې ۱۶۶۳ کسان ټپي‌کېدل تایید کړي دي.

اوچا تېره شپه ناوخته «تلې ۱۶مه» پر اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې دې زلزله ۱۱۵۸۵ کسان اغېزمن شوي او ترڅنګ یې ۵۱۶ کسان لادرکه دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات زلزله‌ځپلیو سیمو کې د ۳۵ بېلابېلو ټیمونو له‌خوا د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي. په دې عملیاتو کې د سیمو خلکو سربېره څه باندې ۱۰۰۰ د ژغورنې کارکوونکي ونډه لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

زلزله‌ځپلیو ته د مرستو رسونې په لړ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې سیمه کې زلزله‌ځپلیو ته د سرپناه لنډمهالي کمپونه جوړ کړي دي. یادې ټولنې زیاته کړې چې شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسانو ته یې تر دې مهاله خوراکي او نورې اړینې مرستې رسولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام