Asset 1SWN

د پکتیکا اوسېدونکي: ښرنه کې دې عصري ښاري اسانتیاوې رامنځته شي

ققشث

د پکتیکا یو‌شمېر اوسېدونکي په مرکز ښرنه کې د ښاري پراختیا او عصري بڼې ته د یاد ښار د اوښتو غوښتنه کوي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي او دغه ښار کې یو‌شمېر کاروباریان وايي، هغه اسانتیاوې چې باید یو ښار یې ولري دې ښار کې نه تر سترګو کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ښرنې یوه اوسېدونکي اکبر سلام‌وطندار ته وویل چې د ښار نه پراختیا، د هستوګنیزو، تفریحي او ښارګوټو نشتون لامل شوی چې یاد ښار په زاړه بڼه پاتې شي.

هغه همداراز زیاته کړه چې حکومت دې د ښار پراختیا او د اسانتیاوو برابرولو لپاره لاس په‌کار شي چې په وینا یې، د ښاروالي عواید به هم ورسره د پام وړ لوړ شي.

نوموړي وویل: «تقریبا دا دری څلور کوڅې بازار دی تر اوسه پورې زموږ ښاروالي پر همدې دریو کوڅو باندې کوڅو تمرکز لري یو بل خوا ته ندی وتلی دلته هیڅ شهرکونو نشته دلته داسې ځایونه نشته چې له نورو ولایتون د تفریح لپاره خلک دلته راشي که وګورو موږ په ښار کې نورې ډېرې ستونزې هم لرو د برق ستونزه لرو د اوبو خو اوس یوازې ښاروال همدا یو پیپ تېر کړی په مارکیټونو کې د اوبو ستونزه هم شته او نورې ډېرې ستونزې هم شته.»

په ورته مهال د ښرنې یو بل اوسېدونکي عنایت‌الله هم پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې د یاد ښار بیارغونې ته پام وکړي.

نوموړي وویل: «ښرنې ښار ته په مخکې وخت کې هم بې‌توجه‌یي ورته شوې یا د مشرانو د کمزورتیا او یا هم د حکومت د ناپامۍ له وجې، نو اسلامي امارت نه مو دا غوښتنه ده چې ښرنې ښار ته خاص توجه وکړي، په دغو یو څو سرکونو، پلچکونو او کندو باید بسنه ونه‌کړي چې ډک یې کړي.»

بل‌خوا د پکتیکا مرکز ښرنې ښاروالي مسوولان وایي، د مرکز ښرنې ښار ماسټر پلان یې ۹۰سلنه پلی کړی او د ښار پراختیا لپاره یې پراختیايي پلان هم جوړ کړی دی.

د ښرنې ښاروال محمدناصر هلال سلام‌وطندار ته وویل چې د ښاریانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو لپاره کار کوي او ستونزو او غوښتنو ته به یې رسېدنه کوي.

نوموړي وويل «موږ په پلان کې انکشاپي پلان هم لرو چې په دې کې د ښار انکشاپي برخه ده چې هغه په ښار پورې نښتې برخه ده چې البته د دې په خاطر مو له مرکز سره هم خبره کړې ده د پراختیا لپاره د ښار دواړو مسیرونو ته لکه د غزني او هم د ګردېز مسیر ته په دغو کې موږ مارکیټونه لرو ، استوګنیزې نمرې لرو ، سوداګریز مارکیټونه لرو چې انشاالله په دغو به کار کیږي.»

د پکتیکا نوي والي فیص‌لله جمال څه موده مخکې له سلام‌وطندار سره په یوه مرکه کې ژمنه کړې وه چې د پکتیکاوالو د برښنا ستونزه به حل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړي وويل تر ټولو لومړی به پکتیکا ته یا وارداتي برښنا نښلوي او یا به هم ورته له بلې لارې برښنا برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام