Asset 1SWN

د پکتیکا والي: دغه ولایت کې له ۲۴ ولسوالیو ۱۲ یې ودانۍ نه‌لري

20230620_111106

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند نږدې نیمايي ولسوالي ودانۍ نه‌لري او خپلې اداري او نورې چارې په خېمو او کانټینرونو کې پر مخ وړي.

د پکتیکا والي مولوي فیض‌الله جمال سلام‌وطندار ته وویل چې دامهال د دغه ولایت د ۲۴ ولسوالیو له ډلې یې ۱۲ ولسوالي ودانۍ نه‌لري. د هغه په وینا، یادو ولسوالیو ته یا ودانۍ نه‌‌دي جوړې شوي او یا هم د جګړو پرمهال ویجاړې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو هغه زیاتوي چې هڅه کوي د عمومي سړکونو له جوړېدو وروسته د ولسوالیو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

نوموړي وویل: «تقریبا دولس ولسوالۍ دي زما د معلوماتو له مخې چې تعمیرونه نه‌لري یا تعمیرونه جوړ شوي ندي او یا هم په تېر جهادي بهیر کې نړیدلي او ړنګ شوي. یقینا زموږ کوشش همدا دی چې کله ولایت ته راغلم د لویو لارو له جوړېدو وروسته مو ولسوالیو ته تعمیرونه جوړ کړو.»

ګیان د پکتیکا یوه له همدغو ولسوالیو ده چې ولسوالي یې وداني نه‌لري او چارې یې اوس د غره لمن کې یوازینۍ خېمه او کانتینر کې پرمخ وړل کېږي. د ګیان ولسوال فضل‌الرحمن بلال سلام‌وطندار ته وویل، د ولسوالي د ودانۍ نشتون ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: «اسلامي امارت څخه غواړو چې د ګیان ولسوالي تعمیر جوړ کړي، ځکه ضروري دی. د مجاهدینو لپاره هم تکلیف وي. د اوبو نشتون او د تعمیر نشتون ډېر مشکلات دي. بلکل زموږ اداره هم متفرقه ده، هماهنګي هم نه سره کېږي، په خپل‌منځ کې؛ ځکه قومنداني په یو ځای باندې، ولسوالي په بل ځای باندې او استخبارات په بل ځای باندې وي، سره لرې یو، نو په هماهنګي کې هم فرق وي.»

په ورته وخت کې د پکتیکا یوشمېر اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د ولسوالیو د ودانیو نشتون له امله ستونزو سره مخ دي. دوی وویل، د هغو عریضو د طی مراحلو لپاره چې د ولسوالي په کچه څو ارګانونو پورې اړوندې وي، اړ دي چې له یو ځای بل ځای ته اوږد مزل وکړي.

د ګیان یوه اوسېدونکي نعمت‌الله وویل: «تراوسه د ګیان ولسوالي تعمیر نه‌لري او نه‌هم د قومنداني مقام لري، نو موږ مراجعینو او خلکو داسې ځای نشته چې ستونزې مو په‌کې په اساني حل شي، د مسوولو چارواکو مو غوښتنه ده چې د ګیان ولسوالي لپاره تعمیر او نور هغه ضرورتونه چې دوی یې لري هغوی ته توجه وکړي.»

د پکتیکا د محلي مسوولانو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت ډيله، خوشامند، بکخېل، نعمت اباد، چهاربران، ګومل، نکه، ګيان او اومنه هغه ولسوالۍ دي چې ودانۍ نه‌لري.

د پکتیکا اوسېدونکي زیاتوي چې تېرو دوو لسیزو کې دغه ولایت کې هېڅ د بیارغونې داسې پروژې نه‌دي عملي شوي چې د خلکو ژوند کې مثبت بدلون راولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دوی په وینا، د سړکونو خرابوالی او پاکو اوبو ته نه‌لاسرسی نورې هغه جدي ننګونې دي چې هغوی ورسره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام