Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې د دوو کلونو پرمهال ۵۵ تاريخي سيمې ثبت شوي

IMG-20230701-WA0002

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان ایي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال يې دغه ولايت کې ۵۵ تاریخي سیمې پېژندلي او ثبت کړې دي.

د مسوولانو په وینا،  پکتیکا یو تاریخي ولایت دی او په تېرو څه کم دوه کلونو کې يې په دې ولایت کې ۵۵ تاریخي او لرغونې سیمې ثبت کړې دي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد امین حذيفه سلام وطندار ته ويلي چې يادې سيمې یې د مرکز ښرنې په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې پېژندلي او ثبت کړې دي.

د نوموړي په وینا، په ثبت شويو سيمو کې زیارتونه، کلاګانې او نورې سیمې دي چې د ځینو هغو يې تاریخي مخینه له دوه زره کلونو هم اوړي.

هغه وويل: «پکتیکا یو تاریخي ولایت دی ډېری تاريخي سیمې لري چې د يادو تاريخي سیمو له جملې څخه موږ ۵۵ ثبت کړې دي او نور مو هم کاري ټيم کار کوي چې تاریخي سیمې ثبت کړو تاريخي اثار چې دي ۶۹ سیکې او یو بوت له موږ سره دي خو دومره وایم چې په دا شل کلونو کې موزیم جوړ نشو يعنې پکتیکا کې موزیم نلرو.»

نوموړي زياته کړه چې ۶۹ تاريخي سیکې يې هم ټولې کړي چې دری سوه کاله پخوانی دي او یو بوت هم ترلاسه شوی چې قدامت یې زرګونه کلونو ته رسېږي.

خو د هغه په وينا، د یادو اثارو ساتنې لپاره هېڅ داسې ځای نلري چې یاد تاریخي اثار په کې وساتي.

په ورته وخت کې د پکتیکا ځینې اوسېدونکي هم وایی چې یاد ولایت کې زیات تاریخي اثار شته، خو په وينا يې، خلک یې په ارزښت نه پوهېږي.

دوی غوښتنه کوي چې د تاريخي سیمو او اثارو ساتنې ته دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورې اړوند نړيوال بنسټونه لازم پام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام