Asset 1SWN

د اتریش د ازاد ګوند غړیو د ا.ا په رسمیت نه‌پېژندنې له امله خواشیني ښودلې

F62JdwZWIAAQRz4

د اتریش د ښي‌اړخه ازاد ګوند غړیو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال د نړۍ له لوري د ا.ا په رسمیت‌‌ نه‌پېژندنې له امله خواشیني ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د تلې درېیمه پر اېکس‌ شبکه «ټوېټرپاڼه» په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د اتریش د ښي‌اړخه ازاد ګوند غړیو همداراز د امنیت ټينګښت برخه کې د ا.ا له هڅو ستاینه هم کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دې لیدنه کې همداراز دواړو لوریو اتریش کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د افغانستان او اتریش قونسلګریو ترمنځ د شته ستونزو پر هواري هم خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وویل: «په دې ناسته کې د اتریش خپلواک ګوند غړیو وویل، دوی به د افغانستان د اوسني وضعیت ریښتنی انځور له ځان سره اروپاته نقلوي او هلته به یې له خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو سره شریکوي.»

له دې وړاندې د بریټانیا یو‌شمېر دیني عالمانو هم افغانستان ته له سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره تر لیدنو وروسته د افغانستان اوسنی وضعیت ښه بللی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه لوېدیځو هېوادونو د تېرو دوو کلونو پر مهال په وار وار افغانستان کې د محدودیتونو، نشه‌يي توکو او ترهګرۍ له امله نیوکې کړې او له اسلامي امارت یې ناخوښي څرګنده کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام