Asset 1SWN

متقي: د ایران حق‌ابه په رسمیت پېژنو او تمه لرو چې ډېر باران واوري

The Helmand River, as seen from a bridge spanning it in Lashkar Gah, the capital of  Helmand Province, the day after the signing of an agreement between U.S. officials, led by Zalmai Khalilzad, and the Taliban, led by Mullah Abdul Ghani Baradar, in Doha, Qatar, that is hoped will bring an end to America's longest ever war.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې ا.ا هلمند سیند څخه د ایران حق‌ابه په رسمیت پېژني او په وینا یې، تمه لري چې سږکال ډېر ورښت وشي، څو د اوبو زېرمې زیاتې او د دواړو هېوادونو اړتیا تامین کړي.

متقي پرون دوشنبه د غويي ۱۸مه د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد کې د یوې خبري ناستې څنډ کې «ایرنا» خبري اژانس ته ویلي چې ا.ا له هلمند سیند څخه د ایران حق‌ابه په رسمیت پېژني او هېڅ‌کله نه غواړي چې ایران سره ستونزه ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ایرنا د متقي له قوله لیکلي: «هیله لرم چې سږکال ډېر ورښتونه وشي او دغه خیر او برکت د اوبو زېرمو د ډېروالي لامل شي او د دواړو هېوادونو ایران او افغانستان اړتیاوې پوره کړي.»

د جمهوریت  له وروستیو کلونو راهیسې تراوسه له هلمند سیند څخه د ایران د حق‌ابه دغه هېواد کې پر یوې جدي موضوع بدله شوې او په وروستیو کې د یاد هېواد لوړپوړو چارواکو ټينګار کړی چې دا موضوع به په جدي توګه څاري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین‌ امیر عبداللهیان ویلي چې د ایران د حق‌ابې موضوع په اړه جدي دي او د دغه هېواد د ولسي جرګې استازیو هم په تازه‌ګۍ سره په یوې جلا ناسته کې له عبداللهیان غوښتنه کړې چې دغه موضوع وڅاري او دې برخه کې له ا.ا تضمین واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

افغانستان او ایران د هلمند سیند د اوبو وېش لپاره په کال ۱۳۵۱ لمریز کې هوکړه‌لاسلیک کړه، خو وروستیو کلونو په ځانګړې توګه نیمروز کې د کمال خان له جوړېدو راپدېخوا ایران تل ادعا کوي چې د افغانستان حکومتونو د شوې هوکړې له مخې دغه هېواد ته اوبه نه دي ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام