Asset 1SWN

کارپوهان: د ایران د «حق‌ابې» مسله باید سیاسي نه‌ شي

Sunset_over_Helmand_River

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه بیان کې ټینګار کړی چې له هلمند سیند څخه د «حق‌ابې» کچې ټاکل، د ایران لومړیتوب دی او دې برخه کې یې ا.ا سره خبرې هم روانې دي.

نوموړي د ا.ا له مسوولانو وغوښتل چې د ایران «حق‌ابې» موضوع روښانه کړي او دغه هېواد ته خپله حق‌ابه ورکړي. په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو له‌خوا دغه غوښتنه په جدي توګه مطرح شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د اوبو د تنظیم چارو کارپوهان د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې، د اوبو د ورکړې څرنګوالي ته په اشارې، د اقلیم اوسنيو شرایطو ته په کتو د دغه تړون پر بیا کتنې ټینګار کوي.

د اوبو د تنظیم چارو کارپوه عبدالباسط رحماني وویل: «د دې مسلې د حل لپاره باید د اوبو د موجودیت برخه کې بیاکتنه وشي. ۵۰کاله وړاندې د اوبو سرچینې ډېرې وې، ځکه اقلیمي بدلون ډېر اغېز نه درلود، خو اوس د ورښت کچه کمه شوې، داسې شرایطو کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تقابل او ناسم پوهاوی شتون لري، نو باید نړیوال سازمان دې برخه کې همکاري وکړي.»

د کارپوهانو په اند، د افغانستان او ایران ترمنځ د حق‌ابې مسلې سیاسي بڼه خپله کړې او د دې وضعیت دوام به د اوبو پر سر د ننګونو د حل برخه کې د یوې حقوقي حل‌لارې موندل له ستونزو سره مخ کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمدموسی جعفري وویل: «له حقوقي اړخه باید دا مسله حل شي. دې برخه کې دې ګډ پلاوی جوړ او حقوقي حل لارې دې ورته ولټول شي. سیاسي کول یې یو ډول د ستونزې له هواري تېښته ده.»

په همدې حال کې ا.ا یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې، هلمند سیند څخه د ایران د حق‌ابې ورکړې ته ژمن دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع‌الله عابد وویل، د ایران او افغانستان د پلاویو ترمنځ د اوبو د نورمال او غیرمعمولي کالونو ټاکلو په اړه بحث او خبرې روانې دي.

هغه وویل: «د افغانستان او ایران د کمیسارانو ترمنځ نوبتي جلسې په عادي توګه روانې دي او دې ناستو کې د اوبو د ورکړې برخه کې د نورمال او غیرنورمالونو کلونو د ټاکلو په اړه پرېکړې کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۵۱ کال د هوکړه‌لیک پر بنسټ، ایران حق لري چې هره ثانیه کې هلمند سیند څخه ۲۲ متر مکعبه اوبه او ۴ مترمکعب اوبه هم د ګاونډیتوب د ښه‌نیت په توګه ترلاسه کړي، خو د ورښت اندازې او د اقلیم بدلون شرایطو ته په کتو، دغه کچه توپیر کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام