Asset 1SWN

چین: ا.ا دې د رسمیت پېژندنې لپاره نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي

وانگونبین-piujpnjsz66xs8xnjc6goflui6b4716z47rx38nyq0

د چین د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي چې د ا.ا سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې او نړیوالې ټولنې ته د لارې موندلو لپاره سیاسي اصلاحاتو، د امنیت ټینګښت او له ګاونډیانو سره د اړیکو جوړولو ته اړتیا لري او باید نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین په یوه خبري غونډه کې ویلي: «هیله لرو چې طالبان د نړیوالې ټولنې تمو ته ځواب ووايي، یو پرانېستی او ټول‌شموله سیاسي جوړښت رامنځته او معتدل او محتاطانه کورنی او بهرنی سیاست وکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د ګاونډي په توګه نه غواړي چې دغه هېواد له نړیوالې ټولنې لرې پاتې شي. که څه هم ا.ا تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ویلي و چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.

په همدې حال کې یوشمېر شنونکي د چین دا ډول نظریات د لوېدیځ پر وړاندې د دغه هېواد د زورازمویلو په مانا ده او هڅه کوي چې د سوېلي اسیا هېوادونه اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

د نړیوالو چارو شنونکی محمدباقر جویا وايي: «په سیمه‌ييزه کچه، داسې ښکاري چې چین په سوېلي اسیا کې اسلامي امارت د افغانستان د یوه سیاسي‌-‌ټولنیز واقعیت په توګه مني. بله‌خوا د چین غوښتنه په دې مانا ده چې که موږ د اسلامي امارت د پېژندلو دروازه پرانېزو، راتلونکي کې باید د خپلو سیاسي سیالانو تر پوښتنې لاندې را نه‌شوو. چین د دې لپاره چې له پوښتنې سره مخ نه‌شي، د یوه سرلاري په توګه یې غوښتنه کړې چې اسلامي امارت بدلونونه راولي.»

یوشمېر نور شنونکي بیا باور لري چې چین د افغانستان د سیاسي انزوا په اړه اندېښمن دی؛ ځکه له نړیوالې ټولنې د افغانستان لرې پاتې کېدل به د چین اوږدمهالی سیاست بې‌اغېزې کړي.

د نړیوالو چارو شنونکی محمود اضطرابي وايي: «چین که څومره په یواړخیز او یوازې ډول له اسلامي امارت سره اړیکې ټینګې کړي، خو که افغانستان له نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې نه کړي، د چین رول به هم ډېر کمرنګه او بې‌اغېزې وي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د نړیوالو چارو یو بل شنونکی عبدالجبار اکبري بیا وايي: «چین د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له اسلامي امارت سره یې ښې اړیکې لرلي. نو اسلامي امارت دې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي، ځینو نړیوالو قاعدو ته درناوی وکړي، څو د هېوادونو اندېښنې او وېرې له منځه ولاړې شي.»

 چین د یوه نړیوال ځواک په توګه له اسلامي امارت سره ښې اړیکې جوړې کړي، خپل سفیر یې کابل ته استولی او د اسلامي امارت د سفیر باورلیک یې هم منلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام