Asset 1SWN

افغانستان کې هرکال د ژمي پر مهال «ګازنیونه» له خلکو ژوند اخلي

Blacksmiths coals burning for iron work

افغانستان کې هر کال د ژمي موسم په رارسېدو سره ګڼو ولایتونو کې کورنۍ د خپلو کورونو ګرم «تود» ساتلو لپاره له سوند توکو په ځانګړې توګه د ډبرو له سکرو استفاده کوي.

د پروان اوسېدونکي هم د نورو ولایتونو د اوسېدونکو په څېر ژمي کې د ډبرو له سکرو استفاده کوي چې وخت ناوخت دغه ولایت کې له خلکو قرباني اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

څو ورځې وړاندې د یاد ولایت مرکز چاریکار ښار کې د ډبرو سکرو د «ګاز نیونې» له امله یو ۲۱کلن ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د یاد ځوان پلار محمدصابر سلام‌وطندار ته وویل: «د ډبرو سکاره یې تشناب ته وړي وو، تشناب هواکش نه‌درلود او د ډبرو سکرو ګازو نیولی و. د تشناب دروازه مو چې خلاصه کړه، ومې لیدل چې زوی مې پر ځمکه لوېدلی و. د پروان پوهنتون د درېیم کال زده‌کړیال و.»

د چاریکار ښار اوسېدونکې شهلا بیا د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست، چاپېریال ساتنې اداره او چاریکار ښاروال غواړي چې د ډبرو سکرو په څېرو د نورو ګازلرونکو سوند توکو د کارونې په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

په همدې حال کې ډاکټران وايي چې د ډبرو سکرو د ګاز نیونې ښکاره نښې، «ساه لنډي، د زړه درزا زیاتوالی، د سر درد او خوا ګرځول «استفراق» دي.

د پروان ۱۰۰بستریز روغتون کې د عمومي داخلې متخصص مزمل ازاد وايي: «موږ یې وینو چې بېړنۍ څانګې ته یې راوړي. د اکسیجن په پرتله د کاربن مونو اکسیاید ترکیبي میل څو برابره لوړ دی. که د نښو په اړه ووایو، له یوه عادي ګنګسیت پیلېږي، د کُما تر وضعیت رسېږي، ښايي د مړینې لامل شي. داسې کس باید ازادې فضا ته ولېږدول شي، مصوعي تنفس ورکړئ. کوښښ وکړئ چې نږدې روغتیايي مرکز ته یې ولېږئ.»

د پروان ملکي روغتون سرطبیب عبدالخلیل حیدري که څه هم دغه روغتون ته د ګازنیونې له امله د مراجعه‌کوونکو شمېر نه‌ په ډاګه کوي، خو وايي چې د ژمي پر مهال د ورته ناروغانو شمېر زیاتېږي.

هغه وویل چې د کورنۍ کمزورۍ اقتصاد او د ګاز لرونکو سوند توکو څخه د کارونې په اړه د عامه پوهاوي نشتون، له هغو لاملونو ګڼي چې له کبله یې خلک نیسي.

د پروان د چاپېریال ساتنې رییس حفیظ‌الله منصور وايي چې دوی د جوماتونو او منبرونو له لارې د هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی، خو په وینا یې، خلک دې سپارښتنو ته پام نه‌کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

افغانستان کې د کورنیو اقتصادي ستونزې او له سوند توکو ناسمه استفاده، لامل کېږي چې ځینې هېواد‌وال خپل ژوند له لاسه ورکړي او ځینې نور بیا تر کوما ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام