Asset 1SWN

د لوګر په لرو ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو څلور سایټونه پرانېستل کېږي

لوګر- ازره

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي وایی، د دغه ولایت په لروپرتو ولسوالیو ازرې، خوښۍ او بره‌کي‌ برک کې څلور نوي مخابراتي او انټرنټې سایټونه پرانېستل کېږي.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییس مطېع‌الله عابد سلام‌وطندار ته وویل، په لروپرتو ولسوالیو او کلیو کې د ټلیفوني او انټرنټې ستونزو لرې‌کېدو په موخه د افغان ټلې کام څلور نوي سایټونه پرانېستل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه، یاد سايټونه د لوګر د خلکو په وړاندیز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د افغان ټلې کام ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې له پرانیستې سره به یې زرګونه کورنۍ له انټرنټي او ټلیفوني خدماتو برخمنې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

باید وویل شي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د مرکز پل‌علم په ګډون په شپږو ولسوالیو کې ۱۱نوي سایټونه پرانېستل شوي چې زرګونه کورنۍ له ټیلیفوني او انټرنټي خدماتو برخمنې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام