Asset 1SWN

د جوزجان قوش‌تپې ولسوالي کې له مخابراتي خدمتونو د خلکو شکایت

060DD281-3DDB-4884-A7D4-B38F0440E0DC_w1200_r1

د جوزجان د قوش‌تپې ولسوالي اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي څخه شکایت کوي او وايي، د ټلیفوني اړیکو ټینګولو لپاره اړ دي چې نیم ساعت مزل وکړي او غرونو ته وخېژي.

د قوش‌تپې ولسوالي یوه اوسېدونکي فدامحمد سلام‌وطندار ته وویل چې دوی د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره غرونو ته پورته کېږي او په وینا یې، له غوره مخابراتي خدمتونو محروم دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «ټول خلک که هر څوک وي، له ارتباطي وسایلو څخه کار اخلي، خو موږ د قوش‌تپې اوسېدونکي ترې محرومه یو. هر یو چې وګورې که هغه ښځې وي، یا بل څوک د ټلیفوني اړیکو ټینګولو لپاره غره ته ځي.»

په همدې حال کې د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي عبدالخالق وویل چې د یادې سیمې ډېری خپل او خپلوان د هېواد په نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي او دوی اړی دي چې دې ژمي کې د یوې ټیلیفوني اړیکې ټینګولو لپاره غره وخېژي.

هغه وویل: «قوش‌تپه کې یو سم انتن نشته، خلک د ټلیفوني اړیکو نیولو لپاره غرونو ته روان وي. هوا سړه ده، خو بیا هم خلک اړ دي، ځکه چې خپل خپلوان یې نورو هېوادونو کې دي او دوی باید غرونو ته پورته شي، څو ورسره اړیکه ونیسي. که دا کار ونه کړو ولایتونو او هېوادونو کې خپلوانو سره اړیکه نشو نیولی. د مخابراتي شبکو کار نه کولو ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو.»

په همدې حال کې د جوزجان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ثناءالله معصوم وايي، قوش‌تپې ولسوالي کې یې مخابراتي خدمتونو ته د نه‌‌لاسرسي ستونزه، مخابراتي شبکو سره شریکه کړې او ډېر ژر به ورته لاسرسی وشي.

نوموړي وویل: «موږ دغه ستونزې د مخابراتي شبکو مسوولانو سره شریکې کړې او موږ ته یې ډاډ راکړ چې د دې ستونزې لپاره هڅې روانې دي او ښې پایلې به ورکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې د جوزجان قوش‌تپې ولسوالي کې مخابراتي شبکو فعالیت درلود، خو د وروستیو کلونو جګړو په دلیل، د دغو شبکو سایټونو ته زیان رسېدلی او فعالیتونه ځنډ‌ېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام