که څه هم اوس د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د ستنو او کارکوونکو پر وړاندې ټول امنیتي ګواښونه له منځه تللي، خو لا هم هېوادوال په هېواد کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټيټ کیفیت څخه شکایت کوي.

هېوادوال وايي چې د یو‌شمېر ولایتونو مرکزونه او ولسوالۍ په بشپړه توګه د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې نه دي راغلي، په داسې حال کې چې په نورو پاتې ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه یا نیمه ورځ وي او یا هم د څو ګړیو لپاره پرې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، د مخابراتي خدمتونو ټيټ کیفیت او د اړیکو بهیر پرېکېدل، دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي.

د سوېل ختیځ پکتیا ولایت اوسېدونکی محمد صادق وايي، په داسې حال کې چې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د دغه ولایت په یو‌شمېر سیمو کې مخابراتي شبکې خدمات نه لري او هغه سیمې چې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې دي، د خدمتونو کچه یې خورا ټيټه او انټرنټ پکې په سمه توګه کار نه کوي.

 په همدې حال کې هېوادوال د اسلامي امارت د مخابراتو او ټکنالوژۍ له وزارت څخه غواړي چې د مخابراتي شبکو پر وړاندې دې ټولې ستونزې هر څه ژر هوارې کړي.

بل‌خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی سلام‌وطندار ته وايي چې د مخابراتي شبکو له لوري د خدمتونو وړاندې کول د تېر په څېر روان دي او که کومه ستونزه پیدا کېږي، دغه وزارت به یې هواره کړي.

نوموړی زیاتوي چې اوس په کابل او نورو ولایتونو کې داسې وسایل نشته چې د مخابراتي شبکو فریکونسي ګډوډې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې هېوادوال د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټيټ کیفیت او لوړ لګښت څخه نیوکه کوي، بلکې له دې وړاندې هم په مخکیني حکومت ګڼ‌شمېر هېوادوالو په دې برخه کې نیوکې او شکایتونه درلودل.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام