په هېواد کې د مخابراتي شبکو له قانون سره سم حکومت په ۱۳۹۴کال کې د مخابراتي شبکو پر پېرېدونکو ۱۰سلنه محصول ولګاوه. که څه هم له هغه وخت څخه تراوسه شپږ کاله تېریږي، خو لاهم په دې اړه ننګونه او پوښتنه دا ده چې دا پیسې چیرته ځي او څوک د موبایل کرېډټ کارټونو ۱۰سلنه مالیه راټوله وي.

د دې اندېښنې سره هم‌مهاله، د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا (اترا)  مسوولان د دې موضوع په اړه د ځواب ویلو لپاره را بللي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه کمېسیون غړي وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په کراتو دوی ته ویلي چې ۱۰سلنه د مخابراتي محصول راټولو مسوولیت د اترا اداره پر غاړه لري.

 د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون غړې حلیمه صدف کریمي وایي: «درې کاله کېږي چې تاسو خلکو ته حساب نه دی ورکړی، خلک باید په دې پوه شي چې پیسې یې د چا چېبو ته ځي.»

خو د اترا ادارې رییس عمر‌منصور انصاري نن په دې غونډه کې وویل چې د مخابراتي شبکو د۱۰سلنه محصول راټولونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر غاړه دی او دوی یې مسوولیت نه لري.

هغه وویل: «ټول اترا ادارې ته مراجعه کوي، په داسې حال کې چې سیستم زمونږ دی او  د راټولو مسوولیت یې د مخابراتو وزارت پر غاړه دی. د اترا اداره له مخابراتو جلا شوې، ټول سیستمونه باید یوځای شي.»



په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان د ۱۰سلنې مخابراتي  شبکو د محصول راټولو مسوولیت د اترا ادارې پر غاړه وراچوي او وایي چې دغه اداره یې اصلي مسوولیت لري.

 د دغه وزارت ویاند نصرت ناصري له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي، دا چې په لومړیو کې دغه سیستم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري رامنځ ته شوی دی، خو اوس یې اترا اداره د تخنیکي نظارت او مدیریت چارې پر غاړه لري.

«هغه سیستم چې پیسې سنجش او راټولوي اترا ادارې سره دی، د مخابراتو، مالیې وزارتونه، د مخابراتي شرکتونو استازي او اترا یې یوازې له راټولو شویو پیسو څخه څارنه او راپور یې ورکوي، دغه پیسې بیا د نظارت کوونکو ادارو د استازیو او مالیې وزارت د نظارت لاندې د دولت حساب ته لېږدوي.»

 په همدې حال کې د اړوند ادارو له لوري د مخابراتي ۱۰سلنې مالیې د راټولو څرنګوالي پّه اړه کره معلومات نه ورکول، شخصي جېبونو ته د دغو پیسو د لېږدولو په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام