د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي چې په تېرو شپږو کلونو کې یې د ټیلیفون پر کرېډېټ کارټونو د مالیې له لارې له ۲۲ میلیارډه ډېرې افغانۍ را ټولې کړې دي.

د دغه وزارت وزیره معصومه خاوري وايي، له ۱۳۹۴ کال راهیسې یې ۲۲،۳ میلیارډه افغانۍ د ټيلیفون پر کرېډېټ کارټونو د ۱۰ سلنه مالیې له لارې را ټولې کړې او په وینا یې، دا ټولې پیسې چې د رییل ټایم سېسټم په وسیله کنټرولېږي، د دولت خزانې ته تللې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پالیسي او پروګرام مرستیال احمدمسعود لطیف‌رای له یادې لارې په راټولو شویو پیسو کې د فساد په اړه د خلکو اندېښنو په تړاو وویل چې د مالیې او مخابراتو وزارتونو او د اترا ادارې له لوري د څارنې یوه ګډه ډله جوړه شوې چې سېسټمونه وګوري او که د فساد کومه نښه وویني، ډېرې جریمې به پرې ولګول شي.

د مالیې وزارت د رسنیو برخې امر فرید نوښت هم ملي بودیجې ته د کرېډېټ کارټونو له درکه ورغلې مالیه تاییدوي او وايي، یادې پیسې د بودیجې له لارې لګول کېږي.

افغان دولت د ۱۳۹۴ کال د تلې میاشتې له لومړۍ راهیسې نېټې د ټیلیفون پر کرېډېټ کارټونو لس سلنه مالیه ايښې، خو د یادې مالیې د راټولولو څرنګوالي په برخه کې د روڼتیا نه موجودیت په اړه تل د خلکو اندېښنې را پورته شوې دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام