Asset 1SWN

محمداسماعیل یون: د مخابراتو وزارت سرپرست د شخصي عقدو له مخې ژوندون ټلوېزیون تړي

د «ژوندون» راډیو ټلوېزیون رییس محمداسماعیل یون ادعا کوي چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست د «شخصي عقدو» له مخې غواړي چې د دغه ټلوېزیون پر وړاندې توطیه جوړه او ویې تړي.

نوموړي نن (د غبرګولي پنځلسمه، د دوشنبې ورځ) په یوه خبري غونډه کې وویل چې پنځلس کاله مخکې یې د دېرشو کلونو لپاره څلور جریبه ځمکه د کرنیزې ځمکې په بیه اجاره کړې، خو په وینا یې، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني د شخصي عقدو پر بنسټ، دغه قرارداد لغوه کړی او په ډېره لوړه بیه یې بل قرارداد ورته وړاندیز کړی چې بالاخره به د دې رسنۍ ګیلم ور ټول کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ښاغلی یون زیاتوي: «دوی له موږ څخه د میاشتې شپاړلس زره ډالره کرایه غواړي او له دې پرته قرارداد له منځه وړي. نه یوازې دا کرایه، بلکې د تېرو ۱۴ کلونو ۱۶ زره ډالره میاشتنۍ کرایه هم باید ورکړو چې ټول‌ټال له دوو میلیونو ډالرو ډېرېږي. موږ تاوان نه غواړو او د دوی موخه هم دا ده چې مدرسه جوړه کړي.»

د ژوندون راډیو ټلوېزیون رییس وايي چې پر اجاره کړې ځمکې یې نږدې ۱۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او په خبره یې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یې پر وړاندې یواړخیزه او ناعادلانه پرېکړه کړې او باید د قانون پر بنسټ، د یادو تاسیساتو لګښتونه ورکړل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ژورنالېستانو شورا رییس حفیظ‌الله بارکزي د ژوندون ټلوېزیون تړل کېدل د رسنیو برخه کې ستر زیان وباله او زیاته یې کړه، هغه کسان چې خلکو ته زیان اړوي، باید تاوان یې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: «که د شخصي غرضونو پر بنسټ دا رسنۍ وتړل شي، دا یو زیان دی او ښه خبر نه دی. که حکومت وي که بل څوک. که خلکو ته زیان رسېږي، باید تاوان یې ورکړل شي. که رسنۍ وتړل شي، لسګونه خبریالان وزګاره کېږي او وچې ډوډۍ ته به حیران شي.»

بله‌خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې دغه وزارت د لوړپوړو چارواکو د حکم پر بنسټ، ټولې غصب شوې ځمکې له زورواکو راګرځوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی د ژوندون راډیو ټلوېزیون د مسوولانو ادعاوې نه مني او وايي چې د دې ستونزې د هواري لپاره به له قانوني لاروچارو مخې ته ولاړ شي. نوموړی زیاتوي چې د یاد ټلوېزیون ځمکه د مخابراتو وزارت اړوند ده او دغه وزارت حق لري چې په اړه یې ورسره خبرې وکړي.

د یادونې ده چې ژوندون راډیو ټلوېزیون نږدې څوارلس کاله مخکې جوړ شوی او د مسوولانو په وینا یې، په دې موده کې یې د زرګونو کسانو لپاره په‌کې د کار اسانتیاوې برابرې کړي، سلګونه ټوکه کتابونه یې چاپ او لسګونه فرهنګی غونډې یې په‌کې جوړې کړي چې په تړل کېدو سره به یې له ۵۰ ډېر کسان وزګاره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام