په هېواد کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو او وزګارتیا سر هم‌مهاله ګڼ‌شمېر هېوادوالو ته د یوې وچې ډوډۍ پیدا کول هم ستونزمن دي او که په دې کار بریالي هم شي، نه‌شي کولای چې خپله خېټه پرې مړه کړي.

ورځ تر بلې د وزګارتیا ډېرېدل، د خوراکي او نورو توکو د بیو لوړېدل، د بهرنیو مرستو کمېدل او یا هم درېدل او د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل، د دې لامل شوی چې افغانان د یوې وچې ډوډۍ پیداکولو ته هم حیران کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال هېوادوال وايي چې په وروستیو اوونیو کې د وچې ډودۍ وزن هم راکم شوی دی. په همدې حال کې د کابل یو بل اوسېدونکی د بیو لوړېدو څخه په اندېښنې سره وايي، که څه هم عاید نه لري، اوس اړ دی چې د یوې وچې ډودۍ لپاره له څه وړاندې پیسې ورکړي.

نانوایان د وچې ډوډۍ د وزن کمېدل مني، خو لامل یې د اوړو او ګازو د بیو لوړېدل په ګوته کوي. عیسی چې د کابل ښار په یوه څنډه کې نانوايي لري وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیو لوړېدل او افغانستان ته له بهر څخه د توکو لږ لېږد، د دې لامل شوی چې د وچې ډوډۍ په بیه کې هم بدلون راشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نږدې دوه میاشتې کېږي چې اسلامي امارت په بشپړه توګه پر افغانستان ولکه خپله کړې چې په دې موده کې د هېواد اقتصاد د پاشلو له ګواښ سره مخ دی او ورځ تر بلې بې‌وزلي او وزګارتیا د زیاتېدو په حال کې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام