د پلازمېنې کابل اوسېدونکي په بازارونو کې د خوراکي توکو د لوړې بیې څخه په اندېښنې سره وایي، په داسې حال کې چې د هېواد وضعیت ناسم لوري ته روان دی د کابل په بازارونو کې د وړو، وریجې، بورې او نور د اړتیا وړ خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

د کابل اوسېدونکي په بازارونو کې د توکو د لوړې بیې لامل خراب امنیتي وضعیت پورې تړلي او وایي، د وسله‌والو طالبانو له لوري د جګړې شدت او د دې ډلې له‌خوا د ګمرکونو نیول د دې لامل شوی چې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار اوسېدونکی شفیع وایي چې مخکې به یې ۵کیلو غوړي په۴۳۰ افغانۍ رانیول، خو اوس یې بیه ۷۳۰افغانیو ته لوړه شوې. هغه وویل اوس چې کار هم نه‌شته او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي، حکومت باید د خوارکي توکو پر بیو کنټرول ولري.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو عمده پلورنکي د پلازمېنې د اوسېدونکو خبرې تاییدوي او وایي چې د حکومت له لوري پر بازار نه کنټرول د دې لامل شوی چې د کابل په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شي.

د کابل ښار یو هټۍ‌وال وایي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو لوړېدل، د خوراکي توکو پربیې مستقیمه اغېزه لري او له همدې امله د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

هغه وویل: «وړه نن ۱۸۰۰ افغانۍ و. تېره اوونۍ ۱۶۵۰ افغانۍ و. غوړي مو د کال له پیل څخه تراوسه په ۱۱۰۰ افغانۍ پلورل اوس یې بیه ۲۰۰۰ افغانو ته لوړه شوې چې مونږ ته خپله ۱۹۷۰ افغانۍ لوېږي. بوره په ۳۵۰ افغانۍ پلورو. اغېزه یې دا ده چې څه تولید نه لرو او ټول توکي په ډالرو اخلو.»



په همدې حال کې د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس فرید صافی په هېواد کې خراب امنیت وضعیت او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو لوېدل، د خوراکي توکو د بیې د لوړېدو لامل یادوي. هغه وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د خوراکي توکو په بیو کې ۲۰۰ افغانۍ لوړوالی راغلی دی.

وموغښتل د خوراکي توکو په اړه د کابل ښاریانو شکایتونه، مسوولو بنسټونو ته ورسوو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې نن افغانۍ د ډالرو پر وړاندې په بې‌ساري توګه لوېدلې وه او یو امریکایي ډالر د کابل په بازارونو کې په ۸۳ افغانۍ پلورل کېده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام