پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له افغانستان سره د چین هېواد له لوري د خوراکي توکو د مرستې خبر ورکوي.

د یاد وزارت چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چین د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکې توکو یوه جوپه چې ۵ زره او ۲۶۶ مټریک ټنه دي، له افغان حکومت سره مرسته کړې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جيلاني وایي، په دې مرسته کې ۱۲۸۴ مټریک ټنه غنم او ۳ زره ۹۸۲ مټریک ټنه يې چینايي وریجې شاملې دي.

جیلاني زیاتوي، د دغو مرستو وېش به په نږدې راتلونکي کې پیل شي او لومړيتوب به د هغو ولایتونو او سیمو اړمنو وګړو ته ورکول کېږي چې اقتصادي وضعیت یې خراب وي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په خبره، د چین هېواد دا مرسته د هغه هوکړه‌لیک پر بنسټ شوې چې یاد وزارت د چین له هېواد سره څه موده وړاندې لاسلیک کړی و.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ  یو په دې غونډه کې وویل، هېواد يې له افغانستان سره نورو بشري مرستو ته هم ژمن دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام