د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل د پراختیا په حال کې دی او ټاکل شوې چې افغانستان کې د یو‌شمېر هېوادونو سفارتونه بېرته پرانستل شي.

ملي راډیو ټلوېزیون د متقي له قوله پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل له نړیوالې ټولنې سره د ډيپلوماټیکو اړیکو غوښتونکی دی او په همدې دلیل، یو‌شمېر هېوادونه غواړي چې کابل کې خپل سفارتونه بیاپرانیزي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ملي راډیو ټلوېزیون لیکلي، متقي ټینګار کړی چې «نړۍ سره ښې اړیکې لرو او دغه اړیکې د پراختیا په حال کې دي. هیله‌ کوو چې ډېرې لاسته‌راوړنې ولرو.»

ملي راډیو ټلوېزیون د هغو هېوادونه نومونه نه دي یاد کړي چې غواړي کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او نه یې هم د پرانستلو کره نېټه په ګوته کړې ده.

واک ته اسلامي امارت له بیارسېدو راهیسې ټولو هېوادونو کابل او په ولایتونو کې خپل سفارتونه او کونسلګرۍ وتړلې.

له هغه وروسته د ګوتو په شمېر هېوادونو لکه پاکستان، چین، ایران، روسیې، سعودي عربستان او په تازه‌ګۍ سره هند په کابل کې خپل سفارتونه بیاپرانستل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال ځینو بهرنیو هېوادونو بیا د افغانستان په سفارتونو کې د اسلامي امارت د ګوتو په شمېر استازي منلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام