د ګردېزـ کابل لويه‌ لاره چې شاوخوا سل کيلومتره اوږدوالی لري او سړک یې هم څو کاله وړاندې په بنسټیز ډول جوړ شوی، خو له پنځوسو زیات پلونه او پلچکونه یې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه کې په ماینونو الوځول شوي چې اوس ترې موټرچلوونکي او مسافر شکایت کوي.

یوشمېر موټرچلوونکي وايي، موټرو یې د ویجاړ شويو پلونو له امله نه یوازې تخنيکي ستونزې پيدا کوي، بلکې د لارې اوږدېدو لامل هم کېږي. د ګردېزـ کابل لويې‌ لارې موټرچلوونکی حبيب جان وايي، پر یادې لارې شاوخوا اویا پلچکونه ویجاړ شوي چې دوی او موټر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې لارې یو بل موټرچلوونکی یارمحمد هم پر یاده لاره د پلونو او پلچکونو د ویجاړېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، ډېری ټرافیکي پېښې د همدې لارې خرابوالي له امله کېږي. نوموړی له دولت څخه غواړي چې ژرترژره یاد پلچکونه جوړ او دوی له دغه ستر سرخوږي نه بېغمه کړي.

علیشاه پکتیاوال چې پر دې لارې تګ‌راتګ کوي وايي، یاد پلچکونه دې جوړ شي؛ ځکه په وینا یې، د موټرچلوونکو ترڅنګ، سپرلۍ هم پرې له ستونزو ډک سفر کوي.

د پکتيا او لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو مسوولان وايي، د دې ‌لارې د ویجاړو پلونو او پلچکونو جوړولو یې لومړیتوب دی. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ مسوول خالقیار احمدزی وايي، په ټوله پکتیا، په تېره د ګردېز‌-کابل پر لویې لارې د ویجاړو پلچکونو پر جوړولو یې کار پیل کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوول عاکف مهاجر هم ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به یاد پلونه او پلچکونه په بنسټز ډول ورغول شي.

د ګردېزـ کابل سړک نه يوازې د لارې په اوږدو کې ماينونو ویجاړ کړی، بلکې ځينې برخې یې د سېلابونو له امله هم ورانې شوي او که پر وخت يې چاره ونه شي، د لا زياتې برخې د نړېدو وېره يې هم شته چې خلکو او موټرچلوونکو ته به پر سرخوږي بدل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام