د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي رسنیو ته ویلي چې یوشمېر هېوادونو تر اوسه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېستي او شمېر یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

د هغه په خبره، ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د جرمني په ګډون، ځينې اروپايي او ان د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېزي. امیرخان متقي په کابل کې د سفارتونو بیا پرانېسته اسلامي امارت ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې مثبت ګام بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د چارو شنونکی محمدحسن حقیار وایي، هېواد کې د بهرنیو سفارتونو پرانېسته د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ته د شین څراغ ښودلو په مانا دي.

هغه وايي، افغانستان خپل جغرافیایي او سیاسي موقعیت ته په کتو نړۍ ته مهم دی او همدا لامل دی چې د نړۍ هېوادونه غواړي ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي او نوی حکومت ته داسې ذهنیت ورکړي چې که نړی سره تفاهم وکړي او ځینې غوښتنې یې ومني، نړیوال به یې هم په رسمیت وپېژني.

د نړیوالو چارو کارپوه محب‌الله شریف هم وایي چې په افغانستان کې د سفارتونو په بیا پرانېستل کېدل ښيي چې له اسلامي امارت څخه د ځینو هېوادونو وېره په کمېدو ده.

د نوموړي په وینا، نړیوالو په افغانستان کې د سفارتونو له بیا پرانېستو مخکې غوښتل چې پر اسلامي امارت فشار راوړي چې غوښتنې یې ومني، خو د پردې تر شا چې د یوشمېر هېوادونو او طالبانو د پلاویو ترمنځ کومې لیدنې شوي، ښيي چي دغه دریځ په بدلېدو دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شریف په خبره، نړیواله ټولنه له طالبانو پرته بل بدیل نه ‌لري او همدا لامل شوی چې له اسلامي امارت سره اړخ ولګوي او بیا خپل رسمي دریځ په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریټانیې لومړي وزیر هم ویلي چې اسلامي امارت پر ټول افغانستان واک لري او په‌کار ده چې جوړجاړی ورسره وشي. د ځینو راپورونو له مخې، متحده عربي اماراتو پرون په کابل کې خپل سفارت پرانېستی او له کابله یوشمېر هېوادونو ته الوتنې هم پیل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام